لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو مشر منلي: د افغانستان نه د ځواکونو ويستل به خطرې رامخې ته کړي


په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو نېټو مشر ویلي، د افغانستان نه چې د امریکا او اتحادي ځواکونه ووځي د دې خبرې هيڅ ضمانت نشته چې د افغانستان حکومتي ځواکونه به کامياب شي يا تر دې چې بچ به پاتې شي.

د نېټو سيکرټري جنرل سټولټنبرګ د ګل/دوشنبې په ورځ د پېنټاګون او سپينې ماڼۍ سره د ليدنې نه وړاندې ويلي، "مونږ به د دې رښتياو سره مخامخ کیږو، په حقيقت کې ډېر غېر يقيني حالات دي".

هغه ويلي "د وتلو فېصله به خطرې رامخې ته کړي يا د وتلو پرېکړه د خطرو سره تړلې ده".

په منځني ختيځ او سويلي اسيا کې د امریکايي ځواکونو مرکزي کمانډ (سېنټکام) ويلي، د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو او نورو کنټرېکټرانو وتل نيمې ته رسېدلې دي. امریکا ویلي د ستمبر پورې به خپل ځواکونه د افغانستان نه اوباسي.

سټولټنبرګ ويلي د افغانستان نه د نېټو اووه زره سرتيري هم ووځي، "تاسو بايد ياد ولرئ چې دا يو ډول تدريجي پرمختګ دی، نه چې د دې خبرې ډېر کلونه يې وشو، زمونږ سره په افغانستان کې د جنګي عملياتو دپاره يو لاک سرتيري وو".

هغه زياته کړه "په دغو کلونو کې مونږ د افغان ځواکونو روزنه وکړه او دوی اوس د خپل ملک د امنيت زمه وار دي".

خو د امریکايي او نېټو ځواکونو د ملاتړ پرته د افغان ځواکونو په وړتيا اوس هم شک کيږي. او د تيرې مياشتې نه چې امریکا خپل ځواکونه ویستل پېل کړي طالبانو بې د کوم مزاحمته اووه ولسوالۍ/ ضلعې نيولي دي.

د امریکا پوځي چارواکو هم د افغانستان څخه د امریکايي او نېټو ځواکونو د وتلو سره د افغان پوځ په وړتيا اندېښنې څرګندې کړې دي.

سټولټنبرګ ويلي که څه هم نېټو خپل ځواکونه د افغانستان نه اوباسي خو "دوی د افغانستان سره خپل ملاتړ نه ختموي"، هغه ويلي دوی به په افغانستان کې خپل حضور لري او د افغانستان د عملياتو د ځانګړي ځواک روزنه به کوي.

هغه ويلي، "مونږ افغان ځواکونه په نورو ملکونو کې هم روزلی شو، او مونږ ګورو چې دوی ته کوم ډول ملاتړ ورکړو".

هغه زياته کړې "مونږ د خپل راتلونکي پورته کوونکي قدم په اړه مشوره کوو".

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سېلوېن نه د ګل په ورځ پوښتنه شوې چې په پاکستان کې د امریکايي ډرون اډو پرانستلو امکان شته؟ هغه ويلي،

"زمونږ د امریکا د راتلونکې وړتيا په لړ کې د پوځ، استخباراتو او سفارتکارو سره رغنده خبرې شوي دي".

هغه ويلي،"دا چې په ځانګړي ډول مونږ په څه غور کوو هغه خبرې به په خپلو شخصي ځايونو کې پاتې وي"، سېلوېن زياته کړې "د ډېرو ملکونو سره یې خبرې روانې دي چې څنګه استخباراتي او دفاعي دواړه ظرفيت رامنځته کړو".

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په 24 مې په ټويټر ويلي وو چې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جېک سېلوېن سره يې په جنېوا کې ليدلي دي.

هغه ويلي وو، امریکايي او پاکستاني پلاوي په ليدنه کې په دوه اړخيزه اړیکو، سيمې ييزو او نړيوالو شريکو ګټو په اړه يې مثبت بحث شوی دی.

يوسف زياته کړې وه دواړه فريقه په دې سلا شوي چې د پاکستان او امریکې په دوه اړخيزه اړيکو کې مرستې مخ په وړاندې سېوا کولو دپاره به خبرې اترې دوامداره ساتي.

د ګل په سهار په منځني او سويلي اسيا کې د سېنټکام مشر جنرل کېنتهـ مککنزي ويلي، "زمونږ پلاونونه ډېر پرمخ تللي دي" خو هغه په دغه اړه نور تفصيل نه دی ويلی.

هغه زياه کړې چې "دا اوس سم وخت نه دی چې دغه مالومات شريک کړی شي، دا تکنيکي پوښتنې دي او دا هغه چاته ګټه ورکولی شي څوک چې مونږ بريدونه کوي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG