لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او برتانيې لومړو وزيرانو د افغانستان په سوله او نورو موضوعاتو خبرې کړي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د برتانیې د وزيراعظم بورس جانس سره د افغانستان د سولې په عمل او نورو موضوعاتو په ټيليفون خبرې کړي دي.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر ويلي، د ګل/ دوشنبې په ورځ ترسره شوو خبرو کې دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيکو، د افغانستان د سولې په عمل، کرونا وبا او چاپيريال په موضوعاتو غږېدلي دي.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي، عمران خان خپل برتانوي سيال ته ويلي چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ د دوی د سولې او روغې جوړې د عمل ملاتړ کوي.

ويل شوي بورسن سره په خبرو کې عمران خان د افغانستان د سولې په اړه هغه دريځ تکرار کړی چې د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی او د خبرو د لارې سياسي حل پکار دی.

عمران خان د افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خبره کړې او د افغان سولې په عمل کې يې د پاکستان په هڅو د برتانیې وزیراعظم خبر کړی دی.

ويل شوي دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيکو پياوړي کولو او نړيوال امن او ثبات دپاره به په ګډه کار کوي.

د پاکستان او برتانیې وزيراعظمانو دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې امریکا او بهرني د نېټو ځواکونه د افغانستان نه ووځي او د افغانستان د سولې د خبرو هم ويل کيږي، خو دغه خبرې چې د کله نه پېل شوي بيا بيا د ځنډ ښکار شوي دي.

د پاکستان او برتانيې لومړو وزیرانو د افغانستان د سولې په اړه خبرې په داسې وخت کې کړي چې د مې په مياشت کې د پاکستان او برتانوي پوځي مشرانو په ګډه د کابل سفر کړی او د افغان ولسمشر اشرف غني سره يې ليدلي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG