لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:دپوځي اډو لټون دامریکا خواهش کیدای شي خو پاکستان خپلو ګټو ته ګوري


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلی شاه محمود قریشي وایي په سیمه کې دپوځي اډو لټون دامریکا خواهش کیدای شي خو پاکستان خپلو ګټو ته ګوري.

دپاکستان دشخصي ټیلي ويژن جیو په یو پروګرام کې دبهرنیو چارو وزیر ویلي “ما ټولو سیاسي ګوندونو ته داحوال ورکولو په مهال وړاندې هم ویلي چې زمونږ داسې هیڅ اراده نشته”

قریشي وایي مونږ افغانستان کې امن اؤ ثبات ته لیواله یو اؤ غواړو چې دغه هیواد نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم دامن عمل هم مخ په وړاندې لاړ شي.

هغه وویل اوس نړۍ پاکستان دافغان کشالې برخه نه بلکې ددې دهواري برخه ګڼي .

دیوې پوښتنې په ځواب کې دچا له نوم اخستو پرته هغه وویل څه عناصر نه غواړي چې په سیمه کې امن ټینګ شي.

تیره میاشت د پینټاګون دیو چارواکي ډیوډ ایف هیلوې له خولې مطبوعاتو ویلي وؤ پاکستان په افغانستان کې موجود د امریکایي ځواکونو د مرستې د پاره دوئ ته د خپلو هوایي او مځکنیو حدودو د کارولو اجازه ورکړې ده.

په عین حال کې جیو ټي وي دامریکا دقامي سلامتیا دمشارو جیک سالیوان په اړه لیکلي چې هغه نه دیو مطبوعاتي کانفرنس په مهال کله خبریالانو پاکستان کې دپوځي اډو په بابله پوښتنه وکړه نو وئ ویل هغه دامریکا پوځي اؤ هوایي اډو په اړه دشوؤ خبرو اترو جذئیات نه شي ښودلی.

امریکایي مشاور ویلي واشنګټن داسلام اباد سره په سفارتي اؤ استخباراتي کچه خبرې کړې دي اؤ دا خبرې افغانستان کې دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو دبیا منظم کیدو اؤ دهغوئ دبریدونو دمخنیوي دپاره دامریکا دصلاحیتونو یا وړتیاؤ په بابله وې.

جیک سالیوان ویلي داسې خبرې یوازې تر پاکستان محدودې نه دي بلکې د سیمې دنورو ملکونو سره هم دا خبرې روانې دي .

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند زاهد حفیظ شیخ هم تیره اوونۍ ویلي وؤ پاکستان امریکا سره پخپله خاوره د پوځي یا هوایي اډو هیڅ نوی تړون نه دی کړی.

هغه ویلي وؤ د 2001 راهسې د پاکستان او امریکا تر منځ د هوایي مواصلاتو او مځکني لاینز آف کمیونیکېشنز دپاره د مرستې یو فریم ورک جوړ دی او په دې لړ کې څه نوې لوظنامه نه ده شوې.

دپاکستان دپوځ یو لوړ پوړي پخواني افسر اؤ ددفاعي چارو څېړونکي لیفټیننټ جنرل(ر) طلعت مسعود هم تیره میاشت وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ پاکستان به امریکا ته پوځي اډې ور نه کړي څه رنګه چې چارواکي وایي، خو نورې اسانتیاوې ورکولی شي چې پرې خبرې هم روانې دي.

دهغه په وینا په دغو اسانتیاؤ کې د دواړو هیوادونو تر منځ استخباراتي مرستې کېدای شي چې پر افغانستان نظر وساتل شي ولې چې پاکستان هم غواړي په افغانستان کې سوله وي ولې چې هلته د بد امنۍ بد اغیز پر پاکستان کیدای شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG