لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دپاکستان افغان پالیسۍ کې باید دپارلیمان نظر شامل وي


دسياسي او امنيتي چارو څيړونکي وايي د پاکستان ګاونډي هېواد افغانستان نه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته که بد امني او بې ثباتي سیوا شي نو د دې بدې اغېزې به په پاکستان هم کیږي

څېړونکي نظر لري که د پاکستان پارلېمان دا غوښتنه کړې چې د پارلېمان غړي دې د دې حالاتو نه خبر کړی شي چې د پاکستان به د افغانستان په هکله څه رقم پاليسي وي او دې کې دې هم د سياسي ګوندونو وړاندېزونه شامل کړی شي نو دا غوښتنه په ځائ ده.

تېره ورځ د پاکستان پيپلز پارټۍ مرکزي وياند فېصل کريم کنډي او په سېنېټ کې د خپل ګوند غړې سېنېټر روبينه خالد يوه خبري غونډه کې دحکومت نه دا غوښتنه کړې چې د سيمې دبدلېدونکو حالاتو او په خاصه توګه د امريکايي ځواکونو افغانستان نه د وتلو په اړه دې پارلېمان په اعتماد کې واخستل شي.

د پاکستان داپوزيشن ګوندونو اتحاديې پي ډي ایم يا پاکستان ډیموکرېټک مومنټ هم دا غوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه دې د سېنېټ او قامي اسمبلۍ ګډه غونډه راوبلل شي او پارلېمان دې په اعتماد کې واخستل شي.

د پېښور پوهنتون د پيس اېنډ کنفلکټ سټډيز انسټيټيوټ يا د امن او شخړو دڅيړنې د ادارې استاد پروفیسر ډاکټر جميل احمد وایي دسیاسي ګوندونو دا غوښتنه پځائ ده چې دافغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته چې دافغانستان په هکله دپاکستان څه تکلاره وي په هغې دې دپارلیمان باور ترلاسه کړل شي.

نوموړی وایي که په افغانستان کې څوک هم حکمران وي د هغوئ به يو خپل سياسي نظر وي. او پاکستان چې به هم څه کوي هغې ته هم په سياسي نظر سره کتل مهم دي.

"که مونږ وګورو نو په پاکستان کې دا وخت دپاکستان تحريک انصاف حکومت دی. کله چې په ۲۰۰۸ -۲۰۰۹ کې طالبانو سره پاکستان کې مذاکرات کېدل نو د طالبانو لخوا چې کومې درې نامې ورکړی شوې وې د مذاکراتو لپاره نو هغې کې يو دپروفېسر ابراهيم ،بل دمولانا سميع الحق ؤ او دریم دعمران خان نومونه وؤ"

هغه وایي" په دې درې کسانو کې يو تن عمران خان دا وخت د پاکستان وزيراعظم دی. نو دا دښي لاس یو قوت دی چې په پاکستان کې حکومت کوي"

ډاکټر جميل احمد وايي په دې حکومت به سياسي فشار په هر صورت کې وي که هلته افغانستان کې جمهوري حکومت پاتې شي او که د طالب حکمرني راشي نو د پاکستان په حکومت به فشار راځي.

"سياسي ګوندونو ته نړۍ کې تل دبیوروکریسي او ملټري اسټبلشمنټ د تکنيکي مرحلو، ستونزو او د اپریشنل کاسټ د امکاناتو په اړه د سياسي نظر لاندې تفصيلات ورکړل کيږي"

دنوموړي په وینا "دپاکستان پارلېمان که دخپل ټېکنو کریټس نه دا غوښتنه کوي نو دا په ځای ده او په کار ده چې دا ورته وویل شي. ترڅو په تګلاره کې دنظر یووالی پیدا شي او بيانيه هغه شان کړي په کوم کې چې د رياست مفاد وي"

هم د پېښور پوهنتون دسیمه ییزو مطالعاتو دمرکز پخوانی ډاېرېکټر او څيړونکی ډاکټر سرفراز خان وايي چې کله هم د افغانستان نه امريکايي ځواکونه وځي نو دا ویره څرګنده شوې چې بیا به پاکستان امريکې ته خپله زمکه او فضا د استخباراتي مرستې لپاره ورکوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي او دا وېره هم څرګنده شوې چې کېدی شي دې سره افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کې بدامني راشي، پکار ده چې پاکستان په دې هکله څه هم پاليسي جوړوي واضحه او ښکاره پاليسي دې وي او دا پارلېمان کې دې جوړه شي.

"دا څرګندونې هم شوي دي چې کېدی شي افغانستان کې دننه جنګ نور هم زور ومومي او چې کله بدامني راشي افغانستان کې نو هغه بدامني پاکستان ته هم راتلی شي. نو د پاکستان نه يوازې پاليسي ښکاره پکار ده او د دې لپاره پارليمان داسې ځائ دی چرته چې دا پاليسې جوړېدل پکار دي"

ډاکټر سرفراز وایي پکار ده چې حکومت د پارلېمان نه دافغانستان په هکله تګلار منظوره کړي او او د نورو غړو نه پکې صلاح واخلي.

د خېبر پښتونخوا پخوانی پوليس افسر او دامنيتي چارو څيړونکی سيد اختر علي شاه هم وايي پکار ده چې د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو نه وروسته څه هم کيږي د پاکستان او افغانستان دواړه دريځ دې دهغې په اړه یو رقم وي.

"دلته (افغانستان) کې چې کومه ترهګري ده، مخکې هم پاتې شوې ده، د خانه جنګۍ نه بچ کېدو او د امن وضعيت خرابېدو نه ځان ساتلو لپاره پکار ده چې دوئ (افغانستان او پاکستان) په يوه پاڼه وي. او په خپلو کې استخباراتي (انټېلجنس) تبادله هم کوي.

ښاغلی اختر علی شاه وایي که دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ ښه استخباراتي بدلون وي نو دپولې دواړو غاړو ته دکشالو په وخت دهواري فرصت به مومي.

د پاکستان انګرېزي ورځپاڼې ډان هم نن په خپله اداريه کې ليکلي پکار ده چې افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دهر رقم راپېښېدونکي وضعیت داغېزو نه دځان خوندي ساتلو په غرض پاکستان کومه پالیسي جوړوي په هغې دې پارلیمان اعتماد کې واخستل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG