لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بایډن د نېټو غونډې، د روس او ترکي له ولسمشرانو سره د لیدو لپاره یورپ ته لاړ


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر جوبایډن د یورپي هېوادونو له مشرانو او د روس له صدر ولادیمیر پوټین سره د لوړې کچې د خبرو لپاره د صدر په توګه په لومړي ځل یورپ ته روان شوی دی.

د شورو- چارشنبې په ورځ یورپ ته د روانېدو په وخت له رسنیو سره په خبرو کې صدر بایډن وویل، د سفر هدف یې له خپلو متحدینو سره د اړیکو ټینګول دي، ده وویل "پوټین او چین دا ښکاره وایم چې یورپ او امریکا کلک دي".

بایډن دا هم وویل چې د کورونا وایرس په ضد د نړۍ د وېکسین کولو لپاره به خپله نوې تګلاره اعلانوي. په امریکا کې دا مهال تر نیمایي زیات بالغ کسانو ته وېکسین لګول شوي خو د افریقې په ګډون د نړۍ په غریبو هېوادونو کې لا هم زیاتې ابادۍ ته دا وېکسین نه دي ‌لګول شوي.

سپینې ماڼۍ پخپله بیان کې ویلي، د صدر بایډن په دې سفر کې به د نړۍ له جمهوریتونو سره د ملاتړ، د یوویشتمې پېړۍ لپاره د تګلارې ټاکلو او په نړۍ کې د سترو چېلنجونو د مخنیوي لپاره خبرې کېږي.

ټاکل شوې چې ولسمشر بایډن به د جي- 7 هېوادونو په غونډه کې تر ګډون مخکې د پنجشنبې- زیارت په ورځ په برتانیا کې د دې هېواد له وزیراعظم بوریس جانسن سره خبرې کوي.

بایډن به را روانه اوونۍ په برسلز کې د نېټو په سرمشریزه کې د ګډون په مهال د ترکي له وزیراعظم رجب طیب اردوان سره هم ویني او پر هغه روس جوړ دفاعي نظام به ورسره خبرې کوي چې ترکي له روسه اخیستی او امریکا ورسره مخالفه ده.

برتانیې او یورپ ته د صدر بایډن لومړی سفر ښيي چې د کویډ-19 د وبا نه د بحالۍ، موسمي بدلون او د چین او روس غوندې چېلنجونو د مقابلې لپاره د ده انتظامیه د ایټلانټک یا بحراوقیانوس د سمندر له بلې خوا هېوادونو سره اړیکو ته څومره اهمیت ورکوي.

د ګل- دوشنبې په ورځ د نېټو سیکټري جنرل ین سټولټنبرګ وایټ هاوس ته د ورتګ په وخت ویلي، صدر جوبایډن ته به یورپ ته په ورتګ تود هرکلی وايي:

"د نړۍ د ټولو طاقتورو هیوادونو نه زیات امریکا په نېټو کې ملګري او ایتلافیان لري. زه برسلز ته د صدر بایډن د راتګ لپاره منتظر یم".

سپینې ماڼۍ ویلي د روس او چین غوندې هېوادونو د غیرعادلانه مقابلې او ګواښونو د چیلنجونو د مخنیوي لپاره بایډن غواړي په برتانیا او یورپ کې د امریکې له جمهوري ایتلافیانو سره نیزدې کار وکړي.

د امریکې د ملي امنیت ادارې سلاکار جیک سولیوان وایي "د امریکې او یورپي اتحاد په سرمشریزه غونډه کې به صدر او د یورپي اتحاد مشران د سوداګرۍ او ټیکنالوجۍ په اړه خپلې هلې ځلې د یو بل سره سموي او هڅه به کوي چې د جمهوري هیوادونو نه علاوه لکه د چین غوندې زورواکه حکومتونه په یوویشتمه پیړۍ کې د سوداګرۍ او ټیکنالوجۍ لپاره وصول ونه ټاکي".

خو د خارجه چارو څېړونکی براین کتولس وايي د چین په اړه کېدلای شي د امریکې مفادات د یورپي ایتلافیانو سره یو نه وي:

"ملکونه د چین پرمختیا او اقتصادي ترقۍ ته ګوري، د دوی ټیکنالوجۍ ته ګوري چې دوی ترې څه ګټې تر لاسه کولای شي او داسې لارې لټوي چې د امریکې سره هم تعلقات وساتي خو د چین سره هم اړیکې قایمې کړي. نو زما په خیال لکه د جرمني غوندې ملکونه به نېغه په نېغه خو د امریکې سره په اختلاف کې نه راځي خو تر څه حده پورې به دا د خپلې ګټې لپاره کاروي".

کتولس وايي بایډن به د امریکې او د یورپ ترمنځه د مشترکه اقدارو خبره کوي، روس او چین دا قدرونه نه لري:

"د امريکې د صدر په حیث يې دا وړومبې سفر دې او زما په خیال د نړۍ د یو بل جمهوري مرکز یعني یورپ ته ورتګ خپله اهمیت لري او بیا په پراخه کچه غونډې هم ډېرې اهمې دي، خو څه دوه اړه خیزه غونډې اهمې دي لکه یو د برتانیې د وزیراعظم بورس جانسن او بل د ترکي د صدر رجب طیب اردوان سره د ده ملاقاتونه".

بایډن به راتلونکې اوونۍ په جنیوا کې د روس له صدر ولادمیر پوټین سره هم ویني. ده ویلي دي چې د بشري چارو د سرغړونو په اړه به په چین او روس فشار سېوا کوي.

XS
SM
MD
LG