لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د پروني وژل شوي وکیل عظمت کاسي د وژنې په ضد وکیلانو نن احتجاج کړی


واشنګټن ـــ د بلوچستان په مرکز کوټه کې وکیلانو د وژل شوي وکیل عظمت کاسي د وژنې په ضد نن احتجاج کړی او عدالتونو ته له ورتګه یې بایکاټ اعلان کړی وو. دوی له حکومته د وکیلانو د تحفظ غوښتنه کړې ده.

پولیس وایي عظمت کاسی ایډوکېټ د شورو- چارشنبې په ماښام د کوټې پر ډبل سړک پخپل چېمبر کې ناست وو، چې ناپېژانده کسان ورغلي او په چړو یې سخت زخمي کړی چې له کبله یې هغه په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو د پېښې سبب نه دی ویلی خو وایي په پېښه کې په لاس لرونکو کسانو پسې یې پلټنه پیل کړې ده.

د وکیلانو تنظیم بلوچستان بار کونسل نن د احتجاج په توګه د کوټې په ګډون د صوبې په نورو عدالتونو کې هم بایکاټ کړی وو او عدالتونو ته وړاندې نه شول چې له کبله یې عدالتي چارې په ټپه ولاړې وې.

د وکیلانو د تنظیم یو غړی ساجد ترین ایډوکېټ وایي عظمت کاسی د پاکستان د سپریم کورټ سینېر وکیل وو او تېر ماښام یې پخپل دفتر کې د یوې مقدمې تیاري کوله او نامعلومه کسانو ورباندې برید وکړ:

"د حکومت له خوا بیا بیا باور راکړل شوی چې د وکیلانو د تحفظ لپاره به ګامونه اخلو خو تر اوسه هیڅ ګام نه دی اخیستی".

پر ټولنیزو رسنیو هم سیاستوال، وکیلانو، د بشري حقونو فعالانو او عامو خلکو د عظمت کاسي وژنه غندلې ده. د بلوچستان نېشنل ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي ثناء الله بلوچ پر ټویټر د عظمت کاسي پر وژنه اندېښنه څرګنده کړې:

"لاقانونیت سر ته رسېدلی، هره ورځ د تشدد، مرګ او وژنو پېښې د اندېښنې وړ دي او ټول ښکېل اړخونه باید د امن او د خلکو د تحفظ لپاره تر خپل منځ سلا مشورې وکړي".

د وکیلانو تنظیم پر وکیلانو د برید پېښه د امنیتي ادارو ناکامي بللې خو د بلوچستان حکومت وکیلانو ته د تحفظ ورکولو دعوې کوي.

بل لور ته د ټول پاکستان د وکیلانو تنظیم «پاکستان بار کونسل» هم د عظمت کاسي وژنه په کلکه غندلې او دا یې یو هدفي برید بللی دی. دې تنظیم سبا د جون پر 11مه د عظمت کاسي د وژنې په ضد د ټول هېواد له عدالتونو څخه د بایکاټ اعلان کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG