لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:عملیاتو کې یو عسکر اؤ دوه ترهګر وژل شوي


دپاکستان پوځ وایي په کړکیچ ځپلې صوبه بلوچستان کې امنیتي ځواکونو دترهګرو په ضد عملیات کړي چې په دغو عملیاتو کې دوه ترهګر اؤ یو دایف سي عسکر وژل شوی دی.

دجمعې په ورځ دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل بیان کې ویلي دا عملیات دبلوچستان په خاران ضلعه کې داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړل شوي دي.

پوځ دعوه کړې ده چې عملیاتو کې یې دوه مهم ترهګر وژلي اؤ وایي دا ترهګر په عامو وګړو اؤ امنیتي ځواکونو ګڼو بریدونو کې ککړ وؤ خو دترهګرو پیژندګلو یې نه ده ښودلې.

دپوځ بیان کې راغلي چې دعملیاتو په مهال دترهګرو ډزو کې دایف سي ځواک یو عسکر هم وژل شوی چې فدا الرحمان نومیدو اؤ دچترال دمستوج سیمې سره یې تړاؤ لرلو.

په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت د دغه ډول عملياتو ادعاوې کيږي، خو ورسره په صوبه کې د بدامنۍ پېښې هم دوام لري.

درقبې په لحاظ دپاکستان ترټولو ستره صوبه بلوچستان دتیرې اوږدې مودې راهسې دبدامنۍ اؤ ناارامۍ سره مخ ده اؤ دغلته که چرته په امینتي ځواکونو بریدونه کیږي نو هلته دبلوچستان قام پرست قوتونه اؤ سازمانونه تور لګوي چې امنیتي ادارې خلک په زرو بې درکه کوي اؤ بیا یې په ګولیو سوري مړي ترلاسه کیږي.

خو دپاکستان پوځ دا دعوې ردوي اؤ ادعا کوي چې بلوچستان کې دحالاتو خرابولو تر شا د هند لاس دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG