لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل کې نن بیا غبرګو چاودنو اووه تنه عام خلک وژلي او شپږ یې ټپیان کړي


واشنګټن ــــ د افغانستان په پایتخت کابل کې د پرله پسې بمي چاودنو لړۍ په تېزېدو ده او نن بیا په دې ښار کې دوې چاودنې شوې دي چې اووه تن پکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، لومړۍ چاودنه د کابل په دشتِ برچي سیمه کې د سورلیو پر یو موټر شوې او دویمه چاودنه تر هغه نیمه ګنټه وروسته په مهتاب کلا نومې سیمه کې بیا هم د سورلیو پر موټر شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، چې په لومړۍ چاودنه کې یو تن وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون څلور ټپیان شوي دي او په دویمه چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ عام کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغو چاودنو ذمه واري نه ده منلې، خو افغان چارواکي یې پړه پر طالبانو ور اچوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې پر ولسي خلکو په بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د کابل د دشتِ برچي سیمې اکثر اوسېدونکي هزاره توکمه شیعه مسلمانان دي، چې تر دې وړاندې هم په تېرو کلونو کې په وار- وار پرې وسلوال بریدونه شوي او د اکثرو ذمه واري داعش ډلې منلې ده.

په تېره مې میاشت کې هم په دې سیمه کې د یو سکول مخې ته زوروره چاودنه شوې وه چې 80 تنه پکې وژل شوي او لسګونه نور پکې ټپیان شوي وو. وژل شوې اکثر د سکول نجونه وې.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلانه وروسته په تېره یوه نیمه میاشت کې د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي چې په نتیجه کې د عامو خلکو تر څنګ د ګڼ شمېر طالب وسلوالو او امنیتي عسکرو د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکول کېږي.

په داسې حال کې چې طالبانو په قطر کې د افغان حکومت له مذاکراتي ډلې سره درې ورځې وړاندې د سولې د خبرو پر چټکتیا خبرې کړې دي، خو بلې خواته یې جګړه هم توده ساتلې او د رپوټونو له مخې د مې میاشتې له پیله راهیسې یې تر اوسه تر لس زیاتې ولسوالۍ نیولې دي.

XS
SM
MD
LG