لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جاني خېلو پرلت په 16 ورځ روان دی، مذاکرات ناکامه شوي


د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د يو قومي مشر د وژنې پرضد احتجاجي پرلت په 16 ورځ روان دی، احتجاج کوونکي وايي پرون يې د حکومتي جرګې سره مذاکرات شوي خو ناکامه شوي دي.

په جاني خېلو کې په 30 مې يو قومي مشر نصيب الله د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی او بيا جاني خېل قوم د دغه وژنې پرضد د وژل شوي مشر د جسد سره احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

د پرلت يو ګډون وال لطيف وزيري وي او اې ډیوه سره نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (15 مې) وويل دوی په احتجاج ناست دي پرون ورته د بنو ضلعې مرستيال کمشنر او پوليس مشر سره د حکومت لخوا جوړه جرګې ورغلې او دوی ورسره خبرې کړي دي.

هغه وويل جرګې دوی ته د پرلت ختمولو او مړي ښخولو ويلي خو پرلت کوونکو ترې د امنیت د ټينګښت او د مارچ په مياشت کې د دوی سره د شوو وعدو پوره کولو غوښتنه کړې ده.

د مارچ په 22 م په جاني خېلو کې د څلور تنکيو هلکانو مړي ترلاسه شوي او بيا قوم احتجاجي پرلت پېل کړی او څو ورځې وروسته يې اسلام اباد ته د لاريون اعلان کړی او روان شوي وو، خو په 29 مارچ د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش ويلي وو د جاني خېلو سره يې مذاکرات کامياب شوي او دغه لاريون بيرته ستون شوی وو.

لطيف وزيري وايي د دوی سره چې هغه وخت د امنيت، ښه او بدو وسله والو څخه د علاقې پاکولو، بې درکه خلکو مالومولو او د هلکانو د وژنې د پلټنو کومې وعدې شوې وې هغه یوه هم نه ده منل شوې.

وي او اې ډيوه د کامران بنګش او بنو پوليس مشر سره د رابطې هڅه کړې په وټس اېپ يې ورته پوښتنې پرېښودي خو هغوی ځواب نه دی کړی.

خو په علاقه کې يو امنيتي چارواکي وي او اې ډیوه ته ويلي د جاني خېلو سره پرون د احمدزۍ او بکاخېلو په مينځګړيتوب خبرې شوي او جاني خېلو ته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړی شوی او ورته ويل شوي چې په پېښور کې به يې د لوړ پوړو چارواکو سره ليدنه وکړي.

خو په دغه جرګه کې موجود کې موجود ډاکټر نور محمد وايي دوی جرګې ته ويلي که حکومت د دوی د غوښتنو منلو په لړ کې کوم ګام پورته کوي د مړي ختمولو او پرلت ختمولو وړاندې دې پېل وکړي دوی به پرلت ختم کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG