لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ځاځي په 26 بالونو 63 رنزونه، زلمي لوبډلې کراچۍ ته ماتې ورکړې


د پېښور زلمي لوبډلې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي د کراچۍ کنګز لوبډلې پرضد بيټنګ کې په 26 بالونو 63 رنزونه جوړ کړي، او زلمي لوبډلې کراچۍ کنګز ته ماتې ورکړې ده.

د پاکستان سپرليګ شپږم په روانو سياليو کې دغه لوبه تيره شپه د متحده عرب اماراتو د ابوظهبي په شېخ زېد لوبغالي کې شوې ده.

د سيالۍ ټاس/ پچه د پېښور لوبډلې ګټلې خو لومړی بيټنګ يې د کراچۍ لوبډلې ته ورکړی او کراچۍ کنګز په 20 اوورونو کې په نهه لوبغاړو اوټ کېدو 108 رنزونه جوړ کړي وو.

د کراچۍ په لوبغاړو کې څلور په صفر يا بې د کوم رنز جوړولو اوټ شوي دي.

په ځواب کې د پېښور زلمي په لوبډله کې شامل افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي خوندور بېټنګ کړی او په 26 بالونو يې 63 رنزونه جوړ کړي دي.

هغه په 63 رنزونو کې څلور چکې/ شپږيزې او اته چوکې/ څلوريزې جوړې کړي دي.

ځاځی د سيالۍ غوره لوبغاړی هم ګرځول شوی دی.

د پېښور زلمی لوبډلې ټاکلی هدف په څلورو لوبغاړو اوټ کېدو په 11 اوور کې پوره کړی دی.

د نهې په ورځ د پي اېس اېل شپږم په بله سيالۍ کې د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې د لاهور قلندر لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG