لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حسینه سید:افغاني اؤ پاکستاني ښځېنه سوداګرې په امن اؤ اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي


د پاکستان په سفر راغلې دافغان ښځینه سوداګرو مشرې او دبشري حقونو کارمندې حسینه سید ویلي افغانستان کې دسولې او ثبات دپاره اقتصادي هلو ځلو ته د ودې ورکولو دلارې دافغانانو دامن هیلې نورې هم غوړېدلی شي.

هغه وایي دامن اؤ اقتصادي ودې په لارو چارو کې دپاکستان او افغانستان ښځېنه سوداګرې خپل مهم کردارلوبولی شي.

د اسلام اباد انسټي ټیوټ اف ریجنل سټډیز کې مطبوعاتو سره خبرو کې د پاکستان په سفر راغلې د افغانستان مشرې سوداګرې حسینه سید ویلي پاکستان ته د راتګ مقصد یې د افغانستان د سولې په اړه کیدونکې غونډه کې ګډون کول وؤ.

هغې ویلي مونږ ته به دسولې د پروسې د پاره ددغه عمل خرابوونکو مقابله کول وي.

هغې وویل پاکستان او افغانستان ته به دسوداګرۍ اړیکو ته وده ورکول وي او په دې اړه د پاکستان او افغانستان د تجارانو په ځانګرې توګه دښځو تجارانو ترمنځ اړیکې نورې هم زیاتول ډیر ضروری دي.

دحسینه سید په وینا دشاوخوا نیم په نیمه دښځو ابادۍ لرونکي دغه جنګ ځپلي هیواد افغانستان کې دسولې په عمل کې د ښځو کردار به نور هم ښه کول وي.

د مطبوعاتي شمیرو تر مخه د افغانستان د ابادې ۴۸ فیصدي څخه زیاتې ښځې دي.

حسینه سید زیاته کړه افغانستان د اسیا زړه دی که چرې افغانستان کې ثبات نه وي نو ددې بدې اغیزې به پر ټوله نړۍ وي.

هغه وایي که چرې دغه هیواد کې د روزګار فرصت وي، اقتصاد مخ په وړاندې روان شي نو د سولې هیلې به نورې پیاوړې شي او تندلاریتوب را کمیدی شي.

دهغې په وینا "د سولې او د هیواد د اقتصادي پرمخ تګ د پاره به ټولو افغانانو ته یو موټی کیدل وي،د دې دپاره دا هم ضروره ده چې ګاوندیو هیوادونه د پر مختګ په عمل کې مرسته وکړي خو په سیاسي کچه لاس وهنه ونه شي"

دپاکستان او افغانستان تر منځ تجارتي اړیکو ته ودې ورکولو کې د ښځو د رول په اړه قامي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړې او مشره سوداګره ساجده بیګم ډیوه ته وایي د پاکستان او افغانستان ښځې په سوداګرې کې ډیرې تکړه دې.

هغه وایي په جنګ ځپلي هیواد افغانستان کې یې په لویې شمیر داسې ښځو سره لیدلي چې سړي یې په جنګ کې وژل شوي خو دوئ اوس پخپلو پښو ولاړې دي او کورونه چلوي.

هغه وایي د دواړو هیوادونو تر منځ به داسې لارې لټول وي چې نه یوازې د سړو بلکې د ښځو تر منځ هم کاروباري اړېکې وده ومومي .

د پاکستان او افغانستان تر منځ کال ۲۰۱۳ کې د سوداګرۍ کچه درې اربو ډالرو ته رسیدلې وه چې اوس د دواړو هیوادونو تر منځ د تاوتریخوالي او وخت په وخت دپولې تړل کیدو له امله شاوخوا یو ارب ډالر ته راښکته شوې ده.

د پاکستان او افغانستان دګډ چیمبر اف کامرس پخوانی مرستیال مشر انجینیر دارو خان ډیوه سره خبرو کې وايي،د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ ته ودې ورکولو د پاره به بې باورې د منځه وړل وي.

دهغه په وینا پکار ده چې دواړه هیوادونه په دې متفق شي چې د باور سره سره د دواړو هیوادونو سوداګرونو ته ځانګرې اسانتیاوې ورکړل شي ترڅو دوئ یو بل سره سوداګري وکړي.

نوموړی زیاتوي افغانستان د پاکستان د پاره تر ټولو ښه منډهي ده او که چرې دواړه هیوادونه وغواړي نو په ډیر لږ وخت کې د سوداګرۍ حجم پینځه اربو ډالرو او ددې څخه هم زیاتولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG