لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: په بريد کې پوځي سرتيری (نايک) وژل شوی


د پاکستان پوځ ویلي د بلوچستان صوبې په تربت سيمه کې ترهګرو په پوځ بريد کړی چې پکې يو پوځي سرتيری (نايک) وژل شوی دی.

پوځ ويلي د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (17 جون) د ترهګرو په برید کې نايک عقيل عباس وژل شوی د چا تعلق چې د پنجاب صوبې د چکوال ضلعې سره دی.

په پوځي بيان کې ويل شوي د پېښې وروسته په غټه کچه عمليات پېل کړی شوي او زياته کړی شوې ده دغه ډول بريدونه چې د ملک ضد عناصر يې کوي دوی به ونه کړی شي چې د بلوچستان په سختۍ سره ترلاسه کړی شوی امن تباه کړي.

بل لور ته د بلوچستان صوبې د سي ټي ډي پوليسو وياند په يوه خبر پاڼه کې دعوه کړې چې په بولان سيمه کې يې په عملياتو کې څلور ترهګر وژلي او وسله يې ترې ترلاسه کړې ده.

سي ټي ډي پوليس چې د ترهګرۍ ضد عمليات کوي ويلي يې دي دغه وژل شوي ترهګر د بلوچ لبرېش ارمي نومې لاقانونه ګرځول شوي ډلې غړي دي.

سي ټي ډي ويلي خبر ورته ترلاسه شوی چې په مارواړ علاقه کې د بي اېل اې ترهګر د تازه بريدونو دپاره مرکزي کېمپ ته روان دي، سي ټي ډي پرې عمليات کړي دوی ته يې د وسلې اېښودو او ځان سپارلو ويلي خو هغوی پرې ډزې پېل کړي دي.

ويل شوي د ډزو وروسته هلته د څلورو ترهګرو مړي پراته وو او د شپږو نه تر اته پورې نور تښتېدلي دي.

په بلوچستان صوبه کې په وروستيو کې په امنیتي ځواکونو د بريدونو پېښې سېوا شوي دي.

په 14 جون پوځ ویلي وو د کوټې په مارګټ روډ په ماين چاودنه کې د اېف ـ سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي وو.

له دغې درې ورځې وړاندې په عملياتو کې د يو سرتيري او دوه ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG