لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان زده کوونکي: پاکستان ته لارې بندې دي امتحانونه او زده کړې ترې پاتې کیږي


د پاکستان په تعليمي ادارو کې زده کړې ترلاسه کوونکي افغان زده کوونکي (محصلين) وايي، په وړوکي اختر چې بيرته وطن ته تللي اوس د تورخم لاره بنده ده دوی ايسار پاتې دي او دلته ترې زده کړې او امتحانونه پاتې کیږي.

خو پاکستاني چارواکي وايي په افغانستان کې کرونا په سېوا کېدو روانه ده او په پاکستان کې کميږي، او په پاکستان کې د کرونا وبا دپاره جوړه قومي مرکزي کمیټي (اېن سي او سي) د افغان زده کوونکو په مسله خبر ده د هغو دپاره تګلاره جوړوي.

افغان زده کوونکی روح الله حدف چې تعلق يې د کونړ سره دی او په اسلام اباد کې د قايداعظم پوهنتون زده کوونکی دی او د افغان زده کوونکو د اتحاديې مشر دی، وايي ډېر زده کوونکي اختر له ورغلي وو، د تورخم د بندېز له امله اوس هلته ايسار شوي دي.

هغه وويل چې په کابل کې د پاکستان سفارتخانې ورته ویلي زده کوونکې دې ورسره خپل اندراج وکړي، دوی هلته او د پاکستان د لوړ زده کړو د کمېشن (اېچ اېس اي) سره خپله مسله شريکه کړې خو دوه اوونۍ وشوې دوی ته کوم رسمي مطمين ځواب ونه ویل شو.

هغه زياته کړه ډېر کسان د چمن د لارې ځي نو يو خو دغه لاره لرې ده او بل د امنيت مسلې دې پکې، او د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اوونۍ کې د هوايي سفر يواځې يوه الوتکه ده او د هغې ټکټ ډېر زيات دی، اوس د 25 جون څخه زياتره امتحانونه پېل کيږي، نو د هغې دپاره ضروري ده چې زده کوونکي لاړ شي.

هغه وويل که کومې ادارې انلاين امتحانونه اخلي هم، نو بیا په افغانستان کې ځای په ځای د بجلۍ مسله وي او يا بيا دوی د انټرنېټ د مسلې سره مخ کيږي.

يو بل زده کوونکی نظام الدين شينواري چې د ننګرهار د اچين اوسېدونکی دی او خېبرپښتونخوا کې د افغان زده کوونکو د اتحاديې مشر دی، وايي په اول سر کې چې زده کوونکي بيرته افغانستان ته تللي وو هغوی د انټرنېټ د نشتوالي له امله د زده کړو نه بې برخې پاتې شوي دي.

هغه وويل دوی په کابل کې د پاکستان او په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سره رابطه کړې خو دوی ته ځواب نه دی ويل شوی او زده کوونکي سخت پرېشانه دي چې امتحانونه يې پاتې نه شي.

په کابل کې د پاکستان په سفارتخانه کې د افغان زده کوونکو چارو ته کتونکي چارواکي وي او اې ډيوه ته ځواب نه دی ویلی خو د پاکستان د لوړو زده کړو په اداره (اېچ اېس اي) کې يو چارواکی (ډايريکټر) جهانزېب خان وايي دوی د افغان زده کوونکو په مسله خبر دي او په دغه اړه تګلاره جوړول کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د کرونا له امله ډېرو ملکونو خپلې پولې بندې کړي دي، دا وخت په افغانستان کې د کرونا شرح ډېره سېوا ده او پاکستان کې کمه ده نو پاکستان خبر دی چې د افغان زده کوونکو زده کړې مهمې دي خو په پاکستان کې د کرونا خيال هم ساتل کيږي.

هغه وويل اوس (اېن سي او سي) هره ورځ میټنګ کوي او د افغان زده کوونکو په مسله پکې خبره کيږي، هغه وویل د دوی دپاره تګلاره جوړولی شي.

وي او اې ډيوه په اسلام اباد کې د کابل د سفارتخانې سره د زده کوونکو مسله شريکه کړې او په ځواب کې ورته په سفارتخانه کې لومړي سيکرټري احمد شاکر قرار ويلي،

پاکستان ته د افغان محصلینو د بېرته راتګ موضوع سفارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره د رسمی لیدنو او یادداښتونو په ترڅ کې په دوامداره توګه مطرح کړې ده او په دغه لړ کې خبرې او کار روان دی.

هغه ويلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري دې سفارت ته ډاډ ورکړل شوی چې ډېر زر به د افغان محصلینو لستونه په تورخم کې له اړوندو ادارو سره شریک کړی شي او له مخې به یې په منظم ډول افغان محصلین پاکستان ته داخل شي.

جهانزېب وايي په پاکستان کې درې زره افغان زده کوونکي په سکالر شپ باندې په بېلابيلو تعليمي ادارو کې زده کړې کوي او د هغه په وېنا دا وخت پکې د 600 پورې په افغانستان کې پاتې دي.

پاکستان د کرونا وبا له امله د پېدل تلونکو راتلونکو دپاره لارې بندې کړي يواځې پاکستانيان پاکستان ته او افغانان افغانستان ته تګ کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG