لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا: جوبايډن او اردګان په افغانستان موافقه شوي


د امریکې د ملي امنيت سلاکار جېک سلوين ويلي، د امریکې صدر جوبايډن او د ترکي صدر رجب طيب اردګان چې روانه اوونۍ ليدلي دواړه په دې موافقه شوي چې ترکي د کابل د هوايي اډې د امنيت په لړ کې مخکښ رول ولوبوي، په داسې کې چې امريکا د افغانستان نه ځواکونه اوباسي.

خو سلوين ويلي د دواړو مشرانو ترمنځ د ترکي د روس څخه د دفاع نظام په سر خبره نه ده جوړه شوې کومه شخړه چې د دواړو نېټو اتحادي (امریکا او ترکي) ترمنځ د شخړې ښکار ده، خو هغه ویلي په دغه موضوع به خبرې روانې وي.

د امریکا د امنيت سلاکار ویلي دواړو مشرانو د ګل/ دوشنبې په ورځ (14 جون) د نېټو د غونډې په څنډه کې ليدلي د افغانستان په مسله یې خبرې کړي او اردګان د هوايي اډې د امنيت په لړ کې د بايډن نه مرسته غوښتې او بايډن ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.

هغه ويلي مشرانو ښکاره ژمنه کړې چې ترکي به د کابل د حامد کرزي نړيوالې هوايي اډې په ساتنه کې مخکښ رول لوبوي او اوس په دې کار کيږي چې دا عملي شي.

امریکا د روس څخه د وسلې اخستو، شام او ختيځ بحېره روم په پاليسيانو د ترکۍ سره اختلافات لري.

په داسې کې چې د ترکي د کابل هوايي اډې د امنيت خبرې شوي طالبانو د دغه خبر مخې ته راتلو وروسته ويلي وو د امریکا او نېټو ځواکونو د وتلو وروسته به د ترکي ځواکونه هم د افغانستان نه ووځي.

سلوين ويلي، دوی په دې سخته اندېښنه لري چې طالبان يا نور عناصر به په افغانستان کې په لويديځ يا نړیواله موجودګۍ بريدونه وکړي، او مونږ په دې باور نه لرو چې طالبانو په ښکاره څه ويلي دي هغه به د امنیت د روانو هڅو مخه ونيسي.

د ترکي صدر رجب طيب اردګان د جون په 14 په برسلز کې د نېټو د څو مشرانو سره د ليدنې وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي وو، د کابل د هوايي اډې د ساتنې په لړ کې به ورته امریکا سفارتي، لوجسټکي او مالي مرستې برابروي.

هغه دا هم ويلي وو چې په کابل کې به ورسره پاکستان او هنګري هم وي.

XS
SM
MD
LG