لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:پرمختګ دپاره اړېنه ده چې افغانستان ډیورنډ نړیواله پوله ومني


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي پاکستان اؤ افغانستان هله ښه ګاونډیان کیدای شي چې افغانستان د ډیورنډ کرښه دنړیوالې پولې په توګه اومني

دافغانستان طلوع ټي وي سره خپله یوه تازه مرکه کې ښاغلي قریشي ویلي” که مونږ غواړو چې پرمخ لاړ شو اؤ دغوره ګاونډیانو په څېر دیو بل ترڅنګ واوسو ،چې همدا زمونږ غوښتنه هم ده نو باید ډیورنډ دنړیوالې پولې په توګه په رسمیت وپیژندنو”

افغان حکومت لا په سمدستي توګه د قریشي دې څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو روانه میاشت دافغان ولسمشر وړومبي مرستیال امرالله صالح پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ "که دپاکستان له لوري افغانان دوه سوه کاله نور هم وځورول شي د ډیورنډ کرښه په رسميت نه مني"

افغان حکومت دریځ لري چې د ډيورنډ کرښې موضوع د افغانستان له خلکو سره تړلې ده او هيڅ حکومت حق نه لري چې پر دې موضوع خبرې وکړي.

په ټولنیزو رسنیو د ډیورنډ دکرښې په اړه دشاه محمود قریشي په څرګندؤنو افغان فعالانو سختې نیوکې کړي اؤ وایي هرکله چې دملاعمر په دور کې پاکستان نه دی توانېدلی چې ډیورنډ په افغانستان دنړیوالې پولې په توګه اومني نو اوس اوسنی جمهوري حکومت به داغوښتنه څنګه اومني؟

اسلام اباد کې میشت دافغان چارو څېړونکی وتلی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي پاکستان د ډيورنډ د کرښې په اړه دریځ لري چې دا یو کلوز چیپټر یا تړل شوی باب دی خو افغانستان بیا ډیورنډ تر اوسه یوه ستونزه بولي اؤ وایي چې ددې ستونزې دحل پرېکړه به افغان ولس کوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې طاهر خان وایي "په داسې وخت کې داسې مسلې پورته کول هیڅ ګټه نه لري،نورې مهمې ستونزې شته اؤ باید چې هغو ستونزو ته پام واړول شي"

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته پخپل غبرګون کې دحمید ستانکزي په نوم دټولنیزو رسنیو فعال په ټویټر لیکلي” دملتونو پرېکړې هېڅکله حکومتونه نشي کولى،جرمني هم يووخت دسياسي ناندريو له امله په دوه برخو ويشتل شوى وه،چې په جبر جدا شوو ملتونو يې دبرلين کانکريټي ديوال په خوځښتونو ونړاوه

هغه وایي ډيورنډ کرغېړنه کرښه ده،هېڅکله به درسمي سرحد په توګه ونه پېژندل شي،اونه هم دشاه محمودقريشي څرگندونې حقيقت لري.

کابل کې میشت افغان خبریال انیس الرحمان وایي د ډیورنډ کرښې موضوع یو تاریخي شالید لري اؤ ددې دموضوع دهواري واک افغان دولت سره نه بلکې افغان ولس سره دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې انیس الرحمان وایي یوازې قریشي نه بلکې دپاکستان ګڼو چارواکو وخت په وخت افغانستان نه هېلې څرګندې کړي چې ډیورنډ دنړېوالې کرښې په توګه ومني خو افغان دولت ډاګیز وایي چې ددې پرېکړې واک یوازې افغان ولس لري.

د خبریال انیس الرحمان په وینا "اؤ ولسونه هم هغه وخت کې پرېکړه کولی چې کله حالات برابر وي،اوس خو افغانستان کې جګړه ده،بدنامي ده نو افغان ولس که په دې حالاتو کې د ډيورنډ موضوع حل کولی نه شي نو دا حق هم چاته نه ورکوي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني"

هغه وایي کله چې وضعیت ښه شي,افغانستان کې امنیت اؤ اقتصادي ثبات راشي اؤ بېرته هغه ډګر ته وګرځي کله چې ترې دا کرښه اخستل شوې وه نو بیا به د ډیورنډ دکرښې دواړو غاړو ته میشت پښتانه ددې کرښې په اړه پرېکړه کوي.

خبریال طاهر خان هم وایي دا مهال دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ اړېکې ترینګلې دي،په یو بل بې باوره دي اؤ دیو بل په ضد بیانونه خپروي اؤ په دې حساس وخت کې داسې ستونزې راپورته کول چې بې باوري اؤ شکونه نور هم سیوا کوي،دهیچا په ګټه نه تمامیږي.

هغه وایي په داسې مسلو چېړلو بې باوري نوره هم زیاتیږي ځکه نو پاکستاني چارواکو ته نه ده پکار چې په دې نازک وخت کې داسې غیر ضروري بحثونه راولاړ کړي چې افغانستان سره یې اړېکې نورې هم خرابولی شي.

هغه زیاته کړه دا مهال افغانانو دپاره مهمه مسله افغانستان کې روانه جګړه پائ ته رسول دي اؤ هغوئ دپاکستانیانو نه هېله اؤ غوښتنه هم کوي چې پاکستان دافغان جګړې په ختمولو کې رول ادا کړي.

طاهر خان وایي "پاکستان دعوې کوي چې دامریکا اؤ طالبانو خبرې هم د دوئ په همکارۍ پېل شوي،د دوحې په تړون لاسلیک هم د دوئ(پاکستان) په همکارۍ شوی،بین الافغاني خبرې هم د دوئ په همکارۍ پیل شول،نو چې دوئ دومره دعوې کوي نو بیا خو دافغانانو دا دلیل قوي دی چې بیا دې پاکستان دا جګړه هم بنده کړي اؤ په طالبانو دې فشار هم راوړي چې نرمي وښایي"

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه چې ۲۶۴۰ کلو میټره اوږدوالی لري، په کال ۱۸۹۳ کې دبرتانوي هند اؤ دافغانستان دهاغه وخت دامیر عبدالرحمان لخوا د ترسره شوي یو تړون په اساس راښکل شوې وه.

پاکستان دا یو نړیوال سرحد ګڼي خو افغانستان یې په رسمیت نه پیژني.

دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي برتانوي خبري شبکې سره پخپله یوه مخکنۍ مرکه کې ویلي وؤ د ډیورنډ کرښه د افغانانو دپاره د هاغه زخم په څیر ده چې افغانان یې کله هم نه شي هیرولی .

هغه وایي د ډیورنډ کرښه نه افغانستان په رسمیت منلې اؤ نه به یې ومني خو دا هم نه غواړي چې یوازې ددغه پولې پسر پاکستان سره لانجې یا جګړه جوړه کړي.

پخواني ولسمشر ویلي وؤ افغانستان دغه قضیه ځکه تر اوسه نړیوالې محکمې ته نه ده وړې چې دا یوه نړیواله ستونزه نه ده بلکې د استعماریت میراث دی اؤ دواړه هیوادونه یې په شریکو هڅو هوارولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG