لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:دبلوچستان اسمبلۍ دحکومت مخالفو غړو پر ضد مقدمه درج کړل شوې


دبلوچستان د اعلا وزیر جام کمال داطلاعاتو مشاورې بشره رند د مقدمې د درج کولو پخلی وکړو‎ او ډیوہ ته یې وویل داپوزیسیون غړ‎و د ایالتي اسمبلۍ تقدس مات کړی‎، پر اعلا وزیر یې په ګوټ ګزار وکړو‎، داوبو په بوتل یې وویشت او د پولیس چاراکو ته یې ګواښونه کړي ځکه یې ورباندې ایف ای آر کړ‎ی۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغې وویل"د بلوچستان اسمبلۍ د جام صاب او که زموږ ذاتي جايداد دی؟ دوئ هلته شيان مات کړل، په کوم مقدس ایوان کې چې موږ کښینو او فيصلې کوو د هغه عزت يې ونه کړ،د هغې ښيښې يې ماتې کړې،په ګملو يې موږ ټول ټپيان کړو،بيا هم دوی پوښتي چې د څه ايف ای ار؟"

د بجلې ګھر پولیس په تاڼه کې د پولیس د ایس ایچ او محمد ناصر مدعیت کې درج شوې مقدمه کې لیکل شوي چې د اپوزیسیون ګوندونو د ایالتي اسمبلۍ غړ‎و بلوہ جوړ‎ہ کړ‎ې وہ،

مقدمه کې په حکومت مخالفو غړو تور لګول شوی چې د قانون ضد یې سړ‎کونه بند کړ‎ي، دسرکار په کار یې کار لرلی، د پولیس پر سرتیرو یې برید کړ‎ی، د کرونا وایرس د مخ نیوي د لارو ضد عمل یې کړ‎ی اؤ د ۱۴۴ مادې څخه یې سرغړونه کړې ده.

وي او ای ډیوه چې کله له ایس ایچ او محمد ناصر سرہ په دې ھکله تماس ونیولو نو هغه له خبرو کولو ډډه وکړه اؤ یوازې دومره یې وویل"زه په دې اړه هيڅ نشم ويلی"

د بلچستان ایالتي اسمبلۍ کې د بي این پي مېنګل د اپوزیسیون غړ‎ي نصیر شاهواني وي او ای ډیوہ ته وویل تېرہ ورځ د بلوچستان اسمبلی مخې ته دوئ قانوني او جمهوري احتجاج کاوہ چې د حکومت له لوري ورباندې برید شوی په کوم کې چې د دوی ملګري ټپیان شوي دي.

هغه وایي دوئ پولیسو ته د بلوچستان د وزیر او نورو حکومتي غړ‎و او پولیس چارواکو پر ضد دایف ایي آر درج کولو درخواست بجلي ګهر تھاڼې ته ورکړ‎ی خو وایي د دوئ درخواست لا ھم نه دی قبول شوی، خو د اپوزیسیون د اتلسو، نولسو غړ‎و پر ضد حکومت پرچه درج کړ‎ې ده.

د تېرې جمعې په ورځ د بلوچستان حکومت د کال ۲۰۲۱-۲۲ کلنۍ بودیجه یا بجټ وړ‎اندې کړ‎ی ؤ،

د بجټ د وړ‎اندې کېدو په ورځ د ایالتي اسمبلۍ اپوزیسیون غړ‎و او د اپوزیسیون ګوندونو سیاسي فعالانو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج کاوہ،

د اپوزیسیون ځینې غړ‎و د ایالتي اسمبلې دروازې ھم تړ‎لې وې او حکومتي غړ‎و ته یي اجازت نه ورکاوہ چې اسمبلۍ ته دې ورشي،

د نصیر شاهواني په خبرہ "موږ ځکه احتجاج کاوہ چې په کلنۍ بودیجه کې حکومت زموږ انتخابي حلقې له نظرہ غورځولې دي زموږ تجویزونه يې رد کړ‎ي دي"

د دوئ د دې تورونو په اړ‎ہ د وزیر اعلا بلوچستان د اطلاعاتو مشاوره بشره رند وایي د اپوزیسیون غړ‎و دانتخابي حلقو لپارہ نه بلکې د ځان لپارہ یې سکیمونه او فنډ غوښتو،

د مشاورې په خبرہ دوئ د ولس لپارہ سکیمونه او فنډونه اعلان کړ‎ي، خو اپوزیسیون ګوندونونو بجټ عوام ضد بللی او د هغې دنه منلو اعلان یې کړ‎ی دی۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG