لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"نور خپل اتلان په ژوند لمانځو": پښتنو نن د رحمت شاه سایل ورځ ولمانځله


واشنګټن ـــ له اوږدې مودې راهیسې د موجود هغه دود د ختمولو په خاطر چې ګوندې پښتانه خپل اتلان په ژوند نه لمانځي، د شعر و ادب مینه والو نن ورځ (د جون 20مه) پر ټولنیزو رسنیو د پښتو د ژبې نومیالي شاعر رحمت شاه سایل په نوم ولمانځله.

لیکوال او افسانه نګار ډاکټر همدرد یوسفزی هم یو له هغو کسانو دی چې «د سایل ورځ» لمانځلو تابیا یې کړې وه. ښاغلي همدرد وي او اې ډیوه ته وویل، خلک وایي پښتانه "مرده پرست" دي ځکه یې د خپلو ژوندیو اتلانو د لمانځلو کار ته ملا وتړله:

"اکثر خلک دا فکر کوي چې پښتانه د فن او هنر قدر نه کوي داسې خبره بېخي نه ده. ضرورت د دې خبرې دی چې موږ خپل لیکوالان- چې هر څوک وي او په هره شعبه کې یې کار کړی وي- په ژوندوني ولمانځو او درناوی ورکړو".

د رحمت شاه سایل په لسګونو غزلې او نظمونه ګڼ شمېر سندرغاړو ویلي دي، چې په هغوی کې استاد ناشناس، سردارعلي ټکر، ګلزارعالم، هارون باچا، نعیم توري، استاد خیال محمد، شکیله ناز او ګڼ شمېر نورو سندرغاړو ویلي دي.

همدرد یوسفزی وایي رحمت شاه سایل په هغو شاعرانو کې دی چې جهانساز ګڼل کېږي او هغه له ځان سره پوره رجحان بدل کړی چې ټولنې قبول کړی او بیا دغه رجحان په پوره مکتب بدل شوی دی:

"سایل صاحب پوره نیمه پېړۍ مزاحمت پخپله لیکلی او بیا یې پخپل غږ کې ویلی او د کېسټو له لارې ولس ته رسولی دی ځکه چې هغه وخت د پښتو رسنۍ ډېرې کمې وې. ده په فکري لحاظ سره پوره یو مکتب روزلی دی".

د ښاغلي سایل په شاعري کې د خاورې، ولس او وطن مینه او مزاحمتي رنګ تر بل هر څه زیاته ښکاره دي خو د ادبپوهانو په وینا د ده شاعري له شعاره پاکه او له شعري خوږلت او آهنګ ډکه ده، خو له دې سره سره یې د خپل شعر زړي ته د رومانویت اوبه هم ورکړې دي. رحمت شاه سایل د وي او اې ډیوه همکار رحمت بونېري ته د مې په 28مه د ده په اړه ځانګړې خپرونه کې د خپلې شاعري په اړه ویلي وو:

"ما شعر د دې دپاره نه دی لیکلی چې کوم مقام ته پرې ځان را رسول غواړم، چې کله مو څه محسوس کړي هغه مو لیکلي دي، د دې خاورې، د دې قام ولس او خپلو پښتني روایاتو او کلچر دپاره مو لیکلي دي".

له ښي اړخه: بارکوال میاخېل، دروېش درانی، رحمت شاه سایل او ناظر صادق
له ښي اړخه: بارکوال میاخېل، دروېش درانی، رحمت شاه سایل او ناظر صادق

ډاکټر همدرد یوسفزی وایي په راتلونکي وخت کې به د ژوند په هره برخه کې د پښتنو د خاورې د نورو خدمتګارانو د ستاینې لپاره کمپېن کوي. وایي د داسې کمپېن مقصد یې دا دی چې عام خلک هم د خپلو اتلانو له کارونو خبر شي او پوهان هم د دوی په اړه لیکنو او څېړنو ته وهڅول شي:

"دا د دې غمازي کول دي چې خلکو ته دا احساس وشي چې دا لوی خلک دي او په دوی باندې باقاعده اکېډمک کار وشي. لکه زموږ د کوټې، پېښور او د کابل علومو اکېډمۍ او زموږ د پوهنتونونو پاملرنه دې طرف ته وشي چې په سایل باندې یو اکېډمک کار وشي".

د رحمت شاه سایل د شعر او نثر تر پینځلس زیات کتابونه چاپ شوي دي او د کتاب پلورونکو په وینا دا لومړی شاعر دی چې کتابونه یې ډېر زیات خرڅېږي او هر کتاب یې څو څو ځله چاپ شوی دی. 15 یې یواځې د شعرونو ټولګې دي چې نومونه یې په دې ډول دي:

«د وير په چم کې وار د نغمو دی»، «د لمبو په سوري»، «د ښايستونو د سپرلي بادونه»، «درد چې د څړيکو څانګې وسپړلې»، «د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري»، «تاله تصوير په ګلاب جوړ کړم که نه»، د چينارونو نه لمبې ووتې»، «حالات چې اور اوروي»، «تا به په خپل تصوير کې څوک ځايوي»، «زه د خزان د پاڼې پاڼې سره ورژېدم»، «نرګس بیمار بیمار»، «ستا خبرې د سندرو سرنامې»، «غرمې لمبې لمبې»، «یه زړه ګورې دلته به ګل نه سپړې» او «ژوند او فن دواړه د یو بل آیینې دي».

ښاغلي سایل په نثر کې هم کار کړی او څو کتابونه یې چاپ دي. «اخري سندره» یې د لنډو کیسو (افسانو) ټولګه ده. «د تنقید مشرق و مغرب او پښتو»، «د پښتو شاعري آیینې» او د املا په اړه یې یو بل کتاب هم په وروستیو کلونو کې چاپ شوی دی.

رحمت شاه سایل په 1949م کال کې د پښتونخوا د ملاکنډ درګۍ په ورتېر کلي کې زېږېدلی دی او یواځې تر څلورم ټولګي یې سکول ویلی او نور ژوند یې بچو ته په روزي ګټلو، ادبي کارونو او سیاسي فعالیت کې تېر کړی دی.

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو او د رحمت شاه سایل د شعر مینه والو دا ورځ په یوه نه یوه بڼه لمانځلې، چا د هغه د شاعرۍ او چا د هغه د شخصیت په اړه خپل تاثرات څرګند کړي، ډېرو یې د سندرغاړو ویلې سندرې خپرې کړې، ډېر ورسره خپل اخیستي عکسونه او ډېرو یې د خپلې خوښې شعرونه پر ټویټر او فېسبوک پوسټ کړي دي.

72 کلن رحمت شاه سایل له تېرو څو کلونو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو هم فعال دی خو نن یې فېسبوک پاڼه خاموشه ده او د خپلې لمانځنې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د رحمت شاه سایل د مشهورو شعرونو ځینې نمونې:

زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ

زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ

پسرلي راشي تېر شي موږ پکې دیدار ونه کړو

له ما سره فکر شي چې یو بل ته ازار ونه کړو

د دنیا د ابادۍ دعوې دروغ دي

چې تر څو د پښتنو کورونه وران دي

تار تار پروت دې چه راټول نه کړو سايله

ده پښتون وطن ګرېوان ده لېوني دی

کوټه، کابل دی، قبايل دي، که جانان پېښور

يو نغری مې په څلورو آستانو کې نه وو

ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې

ددې وطن د غریبۍ نخښې دي

ماشوم که د مشرق که د مغرب دي

د خندا او د ژړا انداز یې یو دی

زړګی چې روغ له درده شي زړګی نه پاتې کېږي

سړی چې بې جانانه شي سړی نه پاتې کېږي

دا شګې لږ په پام را بادوه د وطن باده

په سترګو کې مو اوښکې دي په اوښکو کښ زخمونه

تار د جنون او د شعور د رشتې ولې غوڅ کړم

تش سړی نه يم، د يو فکر لېونی هم يم

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG