لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:امریکې شلو کالو کې افغان جګړه ونه ګټله،دپاکستان په اډو به یې څنګه وګټي؟


د پاکستان وزيراعظم عمران خان وېلي که طاقتوره امريکې په شلو کلونو کې د افغانستان دننه جنګ ونه ګټلی شو نو دپاکستان لخوا په اډو ورکولو سره به اوس دا څنګه ممکن شي؟

د امریکا مشهورې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ کې ليکلي يو مضمون کې وزيراعظم عمران خان وايي که چيرې پاکستان امریکا ته د افغانستان دننه د ترهګرو پرضد د بريدونو دپاره اډې ورکړې نو پاکستان يو ځل بيا د ترهګرو د انتقامي حملو هدف جوړیدی شي.

وزیر اعظم عمران خان په خپل مضمون کې ليکي پاکستان به د افغان ولس په خوښه د جوړېدونکي حکومت مرسته کوي او په افغانستان کې به ديوې ډلې هم ملاتړ ونکړي.

افغانستان او امریکا په پاکستان دافغان طالبانو دملاتړ او هغوئ ته د پناه ورکولو تورونه لګوي خو پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې دهیڅ مخصوصې ډلې ملاتړ نه کوي بلکې دغه هیواد کې دسولې پلوي دی.

تیرو ورځو کې دافغانستان طلوع ټي وي سره مرکه کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي افغانستان کې دتشدد سیوا کیدو په اړه دطالبانو څخه په دفاع ویلي وؤ یوازې طالبان دتشدد زیاتیدو ذمه وار نه دي چې په دې پاکستان کې مخالفو سیاستدانانو سخت غبرګون ښودلی ؤ.

د شمالي وزيرستان څخه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ قامي اسمبلۍ کې پوښتنه راپورته کړې وه چې ایا قریشي د طالبانو وزیر خارجه دی که د پاکستان؟

وزیراعظم عمران خان ویلي چې په تېرو وختونو کې دافغانستان دننه ديوې ډلې ملاتړ کول د پاکستان لويه تېروتنه وه او هغه غلطي به بيا نه تکراروي.

ښاغلى عمران خان د افغانستان د روغې جوړې لپاره دخپلو هڅو دوامداره ساتلو هوډ څرګند کړی او وايي طاقتوره امريکې چې په شلو کلونو کې د افغانستان دننه جنګ و نه ګټل شو نو د پاکستان په اډو ورکولو سره به اوس دا څنګه ممکن شي؟

عمران خان په خپل مضمون کې دریځ خپل کړی که امریکا ته یې په افغانستان کې د ترهګرو پرضد د حملو لپاره اډې ورکړې نو پاکستان يو ځل بيا د ترهګرو د انتقامي حملو هدف جوړېدی شي.

دپاکستان د پوځ پخوانۍ افسر ليفټننټ جنرال طلعت مسعود څه ورځې مخکې په دې اړه وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ پاکستان به امریکا ته دا ځل اډې ورنکړي خو د استخباراتو په څانګه کې ورسره مرسته کولی شي.

ښکاره دې وي چې وزیر اعظم عمران خان تېره ورځ هم د امریکا ايچ بي او ټى وي چېنل سره مرکه کې په ډاګه کړي وه چې پاکستان به په افغانستان کې د څه قسمه عملياتو دپاره چاته هم اډې ورنکړي.

ددفاعي چارو کارپوهه او دپاکستان د پوځ پخواني افسر برېګېډییر رېټاېرډ سعد محمد خان ډيوه ته وايي امریکا ته د اډې ورکولو نه انکار د پاکستان غوره پرېکړه او تګلاره ده.

نوموړی وايي امریکا او ناټو چې کله په افغانستان کې يو نيم لک سرتیري لرل نو هغه په هغوئ یې امن را نه وستل شو، جګره دوامداره وه نو چې اوس ورته پاکستان مرکزونه ورکړي نو څه به وکړي؟

هغه وايي" نه پوهېږم چې امریکا اډې څه لپاره غواړي. امریکا سره هوایي طاقت شته او هغه دهر ځاي نه حمله کولی شي. ضروري نه ده چې په پاکستان کې مرکز ولري"

وزیر اعظم عمران خان وايي چې پاکستان مخکې هم د افغانستان په جګړه کې د نقصان سره مخامخ شوې او اوس پاکستان د يو بل جنګ توان نه لري.

هغه پخپل مضمون کې د افغانستان دسولې دعمل د ملاتړ په ترڅ کې وايي دامریکا او پاکستان په افغانستان کې يو هدف دی او هغه د افغان کشالې د سياسي خبرو د لارې حل راویستل دی او پاکستان ددې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

د افغان چارواکو څېړنکار رحيم الله يوسفزئ ډيوه ته وايي دوزير اعظم عمران خان د خبرو څخه برېښي چې د پاکستان طاقتوره پوځ امریکا ته د اډې نه ورکولو غوڅه فېصله کړې ده.

هغه وایي"دا وس خو امریکا د افغانستان نه وځي لګيا دi او ممکنه ده چې هغه کله نه کله اړين وګڼي نو د افغانستان دننه په هغه خلکو هوايي حملې وکړي څوک چې د ترهګرۍ منصوبې جوړوي"

نوموړی وایي امریکا په اردن، قطر، عمان، بحرین کې هم پوځي اډې لري. او هغوئ دغه مرکزونه هم کارولی شي.

وزیر اعظم عمران خان ليکلي چې د افغانستان د جنګ له کبله پاکستان کې اويا زره خلک وژل شوي او امریکا پاکستان ته د شلو بيليونو ډالرو امداد ورکړی خو زياتوي چې د ددې جنګ له امله پاکستان ته اوښتی مالي زیان د 150 بيليونه ډالرو نه زيات دی.

وزیر اعظم عمران خان په خپل مضمون کې د افغان جنګ او په پخوانيو قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي عملیاتو، دغلته د شوي تاوان او د ځايي خلکو د بې کوره کېدو هم یادونه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG