لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په ترهګر بريد کې د اېف سي ځواک پينځه سرتيري وژل شوي


د پاکستان د بلوچستان صوبې په سبي ضلع کې په ترهګر بريد کې د اېف سي ځواک پينځه سرتيري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن د جمعې په ورځ (25 جون) ویلي، د سبي په سنګان علاقه کې د اېف سي ځواګ په ګشت/ ګزمه وو چې ترهګرو پرې بريد کړی دی.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

پوځ ويلي، په نښته کې ترهګرو ته هم غټ مالي او ځاني تاوان اوښتی دی، خو په دغه اړه نور تفصيل نه دی ورکړی شوی.

په پوځي بيان کې ويل شوي چې په بريد کې د اېف سي حوالدار ظفر علي خان د لکي مروت، لانس نایک هدایت الله د لکي مروت، لانس نایک نصير عباس د بهکر، لانس نایک بشير احمد د نصير اباد او سپاهي نورالله د لکي مروت وژل شوي دي.

پوځ زياته کړې چې د تښتېدونکو ترهګرو د نیولو دپاره عمليات پېل کړی شوي دي.

د پاکستان پوځ د نوم اخستو پرته ویلي ځينې عناصر د دښمن استخباراتي ادارو په مرسته داسې ناوړه بريدونه وي او د بلوچستان صوبې امن بربادوي خو امنیتي ځواکونه به د دوی ارادې ناکامه کړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشېد احمد د دغه بريد غندنه کړې او ویلي يې دي ریاست به په پوره قوت سره د ترهګرو مقابله کوي.

په 17 جون د پاکستان پوځ ویلي د بلوچستان په تربت سيمه کې د ترهګرو په بريد کې د پوځ يو سرتيری وژل شوی وو.

له دې وړاندې په 14 جون پوځ ویلي د کوټې په مارګټ روډ په يوه ماين چاودنه کې د اېف سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG