لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جاني خېلو پرلت کوونکي: که د حکومت سره روانې خبرې ناکامه کیږي ښځې او سړي به اسلام اباد ته په لاريون ځي


د بنو د جاني خېل قوم د پرلت او لاريون مشران وايي د حکومت سره يې د پرون راهسې خبرې روانې دي خو که دغه مذاکرات ناکامه کيږي د قوم ښځې او سړي به په هر صورت اسلام اباد ته احتجاجي لاريون کوي.

د جاني خېلو د جرګې غړی ريحان وزيرچې د حکومت سره په مذاکراتو کې برخه اخلي، وايي د پرون (24 جون) راهسې مذاکرات روان دي دوی لومړۍ غوښتنه کوي چې د دوی سره په لاره کې ولې بد چلند وشو، مړی او ژوبلې يې وشوې او د 40 پورې کسان يې نيول شوي وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل حکومت ورسره پرون ومنل چې د مړو او ژوبلو ترڅنګ به دوی ته د نوراوښتي تاوان معاوضه ورکوي او د دوی نيول شوي 40 کسان یې هم خوشي کړي دي.

هغه دعوه وکړه نيول شوي او خوشي شوي کسان زياتره زده کوونکي وو او هاسټلو څخه نيول شوي وو.

هغه زياته کړه د دوی په لومړي پړاو کې د وزيراعلا په استازيتوب د صوبايي وزير شامحمد بکاخېل، پوليس او انتظامي مشرانو سره دغه خبرې شوي او چې دغه خبرې سر ته ورسي د هغې وروسته به بيا په علاقه کې د امنیت په پخوانۍ غوښتنه خبرې کوي.

د پرلت او لاريون يو بل مشر ډاکټر ګل عالم وزير وايي دوی ته ويل کيږي چې مړی ښخ کړي او لاريون ختم کړي خو هغه وايي چې څو پورې ورسره د وزیراعلا کړې ژمنې نه وي پوره شوي د هغې پورې پرلت نه ختموي.

هغه وويل که خبرې ناکامه کيږي او د دوی غوښتنې نه منل کيږي نو د جاني خېلو نه ښځې هم روانې شوي دي دوی به اسلام اباد ته لاريون کوي او د روانو خبرو د عمل پورې به دوی په بنو کې په احتجاج ناست وي.

يو حکومتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل د لاريون کوونکو سره خبرې روانې دي او د دوی د باور ترلاسه کولو دپاره بندي کسان خوشي کړی شو او لارې ورته پرانستل شوې.

هغه وويل د پرلت او لاريون کوونکو غوښتنې به د لوړ پوړو چارواکو سره شريکولی شي خو که دوی مړی ښخ کړي او لاريون ختم کړي.

خو پرلت او لاريون کوونکي وايي د غوښتنو منلو پورې به يې احتجاج روان وي.

چارواکي وويل د دوی سره به هم دغلته خبرې کيږي مخکې به نه پرېښودل کیږي.

د خېبرپښتونخوا د بنو جاني خېل قوم چې په 23 جون د ملک نصيب خان د جنازې سره اسلام اباد پله لاريون پېل کړی دا وخت د بنو په ښار کې په احتجاج ناست دی.

په 31 مې په جاني خېلو کې ياد قومي مشرد نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی او د هغې وروسته د 23 جون پورې دوی په جاني خېلو کې په احتجاجي پرلت ناست وو.

XS
SM
MD
LG