لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که دامریکې صدر پاکستان سره خبرې نه غواړي،مونږ هم ورته په تمه نه یو،معید یوسف


پاکستاني چارواکي که هرڅو وایي چې افغان سوله کې په غوره کردار ترسره کولو یې امریکا سره اړېکې ښې شوي دي خو څېړونکي وایي اوس هم امریکه په ډيرو معاملاتو کې په پاکستان باور نه لري همدا لامل دی چې دامریکې صدر لا تر اوسه پاکستان سره خبرې کول هم ضروري نه دي ګڼلي.

خو دپاکستان دملي امنیت مشاور معید یوسف بیا وایي” که دامریکې صدر پاکستان سره خبرې کول نه غواړي،نو چار یې ښه ،دلته هم ورته څوک منتظر نه دي”

دامریکې دپخواني صدر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ موده کې دپاکستان اؤ امریکې اړېکې زیاتې تاؤژنې شوې وې اؤ واشنګټن په اسلام اباد خپلې پوځي مرستې هم تړلې وې خو بیا پاکستاني چارواکو دعوه وکړه چې طالبان یې امریکا سره دسولې خبرو ته کښېنول اؤ اوس د واشنګټن اؤ اسلام اباد اړېکې ځائ ته راغلي دي.

سږکال دجنورۍ په میاشت کې دجوبائیډن انتظامیې رامنځته کیدو نه وروسته دامریکې صدر جوبائیډن اؤ ناټو اعلان کړی چې د ۱۱م ستمبر پورې به خپل ټول سرتیري دافغانستان څخه وباسي خو څېړونکي وایي چې دامریکایي ځواکونو افغانستان څخه د ویستلو په عمل کې واشنګټن داسلام اباد دهېلو برعکس دخپلو عسکرو د ویستلو په عمل کې په پاکستان هیڅ د پام وړ تکیه نه ده کړې.

پېښور کې میشت سئینیر خبریال ښاغلی ناصر داوړ وایي دې کې شک نه شته چې د دوحې په تړون اؤ دهغې نه وروسته بین الافغاني مذاکراتو کې دپاکستان رول واشنګټن اؤ کابل دواړو منلی اؤ ددې ستاینه یې هم کړې ده خو هغه وایي چې بیا هم د خپلو ځواکونو ویستلو په عمل کې امریکا په پاکستان هیڅ‌ رقم تکیې کولو ته تیاره نه ښکاري.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ناصر داوړ وویل دمخکې په نسبت به د واشنګټن اؤ اسلام اباد اړېکې ډیرې ښې شوې وي خو په بشپړ ډول لا بې باوري له مینځه نه ده تللې اؤ نن هم امریکا افغانستان کې دپاکستان په راتلونکي کردار بې باوره ده.

“دشل کلنې جګړې وروسته افغانستان نه دامریکایي ځواکونو وتل یو مهم اؤ تاریخي پړاؤ دی خو تاسو دا هم ګورئ چې په دې پړاؤ کې دپاکستان کردار صفر ساتل شوی اؤ دخپل اقتدار په شپږ میاشتنۍ موده کې لا هم دامریکې صدر جوبائیډن پاکستان سره خبرې قدرې کول هم ضروري نه دي ګڼلي”

هغه وویل امریکا پخپله هم افغانستان کې دپاکستان د کردار په اهمیت پوهیږي اؤ پخپله په نزدې ورځو کې په واشنګټن کې هم قانوندانانو داسې غږونه پورته کړي چې دعسکرو په ویستلو کې باید واشنګټن داسلام اباد ملاتړ ترلاسه کړي خو سیمه کې دچین،هند،روسیه اؤ ایران په څېر طاقتونو ته هم دامریکې نظر شته اؤ هغوئ(امریکا) به ونه غواړي چې افغانستان کې پاکستان بالادست وساتي.

ښاغلي ناصر داوړ وویل دامریکې لخوا دخپلو عسکرو د ویستلو عمل کې دپاکستان نظرنداز کولو یو علت دا هم دی چې امریکا سره دعمران خان هغه ویډيوګانې اوس هم شته چې اقتدار کې د راتلو نه وړاندې یې ویل "که دطالبانو جهاد ته زړه کیږي نو پاکستان کې دجهاد کولو پځائ باید افغانستان ته لاړ شي ، هلته امریکا شته ،دهغوئ په ضد دې جهاد وکړي"

په عین حال کې په پاکستاني میډيا هم دا بحثونه پیل شوي چې امریکې دخپلو ځواکونو د ویستلو مرحله کې پاکستان له نظره غورځولی دی.

تیره ورځ دپاکستان جیو ټيلي ویژن پخپل یو پروګرام کې هم دا پوښتنه دپاکستان دملي امنیت دمشاور معید یوسف څخه کړې ده اؤ هغه هم منلې چې” مونږ ته خو داخبار نه معلومه شوې ده چې امریکا کله دافغانستان نه روانه ده “

هغه ویلي که “دامریکې صدر پاکستان سره خبرې نه کوي نو بیخې دې یې ونه کړي،چار یې ښه ،دلته هم ورته څوک په تمه نه دي”

هغه ویلي دشل کلنې جګړې وروسته امریکا ته افغانستان څخه په دې ډول وتل پکار نه وؤ ځکه چې دا دامریکا دپاره ډير ستر زیان دی خو پاکستان به تر وروستۍ ورځې هڅه کوي چې افغانستان کې باید معاملې په ښه توګه هواري شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG