لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجاني خیلو دپرلت27مه ورځ،حکومت سره یې مذاکرات هم روان دي


دجاني خیلو احتجاج نن په 27مه ورځ هم په بنو کې دوام لري او په عین حال کې دحکومت او احتجاج کوونکو ترمینځ خبرې هم روانې دي .

دپرلت مشران وایي که حکومت د دوئ د بې درکه کسانو د خوشې کیدو یا عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه ومنله بیا به حکومت سره دخبرو پروسه په مخ وړي او که نه منل کیږي بیا مذاکرات ځنډوي او د دوئ لخوا دمړي سره اسلام اباد ته دلاریون کولو پریکړه په ځائ ده.

دجاني خیل قام او حکومت تر مینځه خبرې وروسته له هغې پیل شوې چې په علاقه کې د وژل شوی مشر ملک نصیب خان مړي سره د23 ورځو احتجاج کولو وروسته د جون په 22مه نیټه د اسلام اباد په لور روان شوي وؤ چې دا مهال بنو ښار ته رسیدلي او هلته د تیرو څلورو ورځو نه حکومت سره په خبرو بوخت دي او احتجاجي پرلت هم روان دی.

د پرلت یو مشر ډاکټر ګل علم ویلي تیر ورځ دوئ ته حکومتي جرګې ویلی چې مړی ښخ احتجاج ختم کړی او د امن په ځائ کیدو لپاره دوئ نه لس ورځې وخت غوښتل شوی چې دمشرانو کمیټي به جوړه کړي او هغه به د امن لپاره هڅې کوي.

ګل علم وزیر ویلي دوئ یوه غوښتنه لري چې د صوبې اعلا وزیر د مارچ په میاشت کې دوئ سره کومه ژمنه کړې وه هغه دې عملي کړل شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دشوې ژمنې له مخې سیمه کې چې کوم تنکي هلکان وژل شوي وؤ د هغه پیښې د پلټنو رپورټ دې ورکړی شی چې په دې پیښه کې ککړ کسان معلوم شوي که نه؟

هغه وویل دا هم باید روښانه کړل شي چې د علاقې نه دبې درکه کړی شوؤ کسانو په خوشي کولو یا عدالت ته وړاندې کولو څومره کار شوی دی؟ اؤ هم دې د علاقې د امنیت لپاره په سمدستي توګه ګامونه واخستل شي.

دهغه په وینا "دوئ که په یوه ورځ کې امن راولي او که په میاشت کې ترڅو چې امن نه وي پځائ کړی شوی تر هغه به احتجاجي پرلت روان وي"

د پرلت یو بل ګډون وال امان الله جان وي او ای ډيوه ته وویل پرلت کې په دې سخته ګرمې کې د زرګونو په شمیر خلک راغونډ شوي خو دوئ ته انترنیټ بند کړی شوی او د پرلت دځائ نه پولیس هم تاؤ دي.

د جاني خيلو د جرګې غړی ریحان چې د حکومت سره دخبرو کولو کمیټۍ کې هم شامل دی، وایي دوئ تیره ورځ حکومتي جرګې ته د 77 کسانو یو نوملړ ورکړو اؤ غوښتنه یې ترې کړې که دا کسان بېګناه وي بیا دې خوشي کړی شي او که ګناه ګار وي عدالت ته دې وړاندې کړی شي.

هغه وویل که دوئ ته د دغې غوښتې څه ښه ځواب وویل شي بیا به دوئ حکومت سره د خبرو کولو دا پروسه نوره په مخ وړي او که څه نه وشو بیا به دوئ د خبرو پروسه وځنډوي.

د بنو سیمې انتظامي ،امنیتي اؤ حکومتي چارواکي په ښکاره غبرګون نه څرګندوي خو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل دا بې درکه زیاتره هغه کسان وي چې په خپله پرې څه جرم نه وي خو د تندروه ډلو سره خواخوږي لري او دوئ په انټر مینټ سنتر کې ځکه ساتل کیږي چې دې ډلو سره بیا یو ځائ نه شي.

هغه وویل چې کله د علاقې حالات سم شي او د دوئ بیا دتندروه ډلو سره د یوځائ کیدو خطر نه وي بیا یې خوشې کړي.

دغه چارواکي وویل د دوئ اته کسان خوشي شوي چې پکې د وژل شوؤ څلورو تنکيو هلکانو یو تن ورور هم ؤ او په نورو کار روان دی

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG