لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چوهدري:عمران خان چې اسامه ته شهید ویلو،ژبه یې خوئېدلې وه


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان لخوا د ترهګرې شبکې القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته دشهید ویل کیدو وروسته اوس ددغه هیواد داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري وایي دپاکستان حکومت اؤ ریاست القاعده اؤ‌ اسامه بن لادن ترهګر ګڼي.

دپاکستان دجیو ټیلي ويژن په مشهوره شو جرګه کې دخبرو په مهال ښاغلي فواد چوهدري ویلي کله چې وزیراعظم عمران خان اسامه ته شهید ویلی ؤ نو ژبه یې خوئېدلې ده.

ټاکل شوې ده په جیو ټي وي د فواد چوهدري دا مرکه نن د اتوار په ماسخوتن خپریږي خو یاد ټيلي ویژن پخپله ویب پاڼه داسامه دبرخې خبرې په لنډ ډول خپرې کړې دي.

هغه ویلي پاکستان ملګرو ملتونو کې د ترهګرۍ په ضد دجګړې په پلوۍ خپله رایې ورکړې ده اؤ دترهګرۍ په ضد تر تولو سترې قربانۍ هم پاکستان ورکړي دي.

پاکستان کې ستر حکومت مخالفه ګوند پاکستان پیپلز پارټي وایي دترهګرۍ په اړه تګلاره دوه مخونه لري.

دیاد ګوند دقامي اسمبلۍ غړې نفسیه شاه پارلیمان ته پخپله وینا کې ویلي یو لوري ته حکومت دترهګرۍ په ضد جګړه کې دامریکا ایتلافي دی اؤ بل لوري ته اسامه شهید ګڼي.

تېر کال دجون په میاشت کې وزیراعظم عمران خان پارلیمان ته پخپله وینا کې اسامه بن لادن د “شهید” په نوم یاد کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ "دوه پېښې زمونږ د پاکستانیانو لپاره ډېرې د شرم دي، یوه دا چې امریکایان راغلل په ایبټ آباد کې یې اسامه بن لادن شهید کړو، بیا ټولې نړۍ مونږ ته بد رد ویل یعنې زموږ اتحادي راځي زمونږ په هېواد کې څوک وژني او موږ خبروي هم نه"

وروسته داپوزیشن ګوندونو اؤ دمدني ټولنې فعالینو دعمران خان په دې خبره سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ پاکستان یو خوا دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد دجګړې ایتلافي دی اؤ بلخوا عمران خان ددغه ترهګرې شبکې مشر اسامه د شهید په نوم یادوي

دافغانستان طلوع ټیلي ويژن هم تیره اوونۍ دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نه هم دا پوښتنه کړې وه چې اسامه شهید دی که نه ؟ خو دې پوښتنې ته په ځواب کې یو وارې ښاغلی قریشي غلی شو اؤ بیا یې وویل دې پوښتنې نه تیریدل غواړي.

په پاکستان کې چې کله څلور ورځې وړاندې یوې ټیلي ویژني خپرونه کې دشاه محمود قریشي نه وپوښتل شول چې هرکله وزیراعظم پخپله اسامه ته شهید وایي نو بیا دهغه په هکله د ریاست پالیسي ولې دتردود ښکار ده اؤ ولې تاسې نه په زړورتیا سره هغه ته ترهګر ویلی شئ اؤ نه شهیډ؟ نو قریشي وویل “اسامه ماضي وه اؤ زه ماضي کنستل نه غواړم”

خو بیا دپاکستان دبهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې اؤ دقامي اسمبلۍ غړې حناء رباني کهر هم په پارلیمان کې د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي نه پوښتنه کړې ده چې القاعده پاکستان کې کوم په سوونو سرتیري اؤ زمونږ بچیان په بې دردۍ سره وژلي مونږ هغوئ ته شهیدان ووایو که د دوئ وژونکي تنظیم القاعده اؤ دهغې مشر اسامه بن ته؟

هرڅو که وزیراعظم عمران خان لا تر اوسه پخپله نه دي ویلي چې هغه اسامه ته په تېروتنې سره شهید ویلی اؤ نه هم دپاکستان خارجه وزیر په غوڅه توګه اسامه ته دشهید یا ترهګر ویلو جرائت کړی خو داطلاعاتو وزیر اوس وایي چې اسامه ته په شهید ویلو دعمران خان ژبه خوئیدلې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG