د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې اوسي، او تر دې چې د اسلام اباد په حدودو کې اوسي، مړي يې پاکستان ته راځي او علاج له هم دلته راځي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشېد احمد دغه خبره د پاکستان جيو ټيلي ويژن سره په پروګرام کې کړې ده.
هغه ويلي، د اسلام اباد په "روات، لوی بير، باره کهو، ترنول او نورو ځايونو کې د طالبانو کورنۍ اوسیږي، د هغو ځينې مړي دلته راځي، او علاجونو له هم راځي".
افغانستان تل په پاکستان تورونه لګولي چې په خپله خاوره يې هغه وسله والو ته ځای ورکړی کوم چې په افغانستان کې ترهګري کوي.
خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او دريځ لري چې پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې خپل رول ترسره کړی او پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي.
خو افغانستان اوس هم وايي پاکستان دې د افغان سوې په لړ کې خپل رول ولوبوي.
خو پاکستان وايي په طالبانو يې اوس هغومره اثر نه دی پاتې کوم چې پخوا وو.
په دسمبر 2020 کې افغانستان د طالبانو د قطر د دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په يوه ويډيو مخې راتلو اندېښنه څرګنده کړې وه چې د طالب مشرانو او جنګيالو په پاکستان کې شتون د افغانستان د سولې په لار کې ستونزې جوړولی شي.
افغان رسنیو د دغه ويډيو په اړه ويلي وو چې ملا برادر د کراچۍ يو روغتون ته د ټپي طالبانو سره ليدنې له ورغلی او هلته یې دغه خبرې کړې وې چې دوی د قطر خبرې په پاکستان کې د خپلو مشرانو سره په سلا مشوره کوي.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دعوه کړې وه چې "ملا برادر په کراچۍ کې درې کارونه کړي: یو دا چې د کراچۍ په یوه سرکاري روغتون کې یې له هغو ټپي طالب ترهګرو سره لیدلي چې بې له ویزې هلته دي، بل دا چې د ترهګرو د هڅونې لپاره د هغوی روزنیز کېمپ ته تللی او دريم دا چې په دې پړاو کې د طالبانو د ملاتړ په خاطر د پاکستان د حکومت مننه کړې ده".
پاکستان وايي طالبان يې د امریکا سره د خبرو مېز ته راوستي دي، او په 25 جون چې نيويارک ټايمز د پاکستان د وزیراعظم عمران خان مرکه خپره کړې عمران خان پکې ويلي، په طالبانو يې ټينګار کړی چې د نظامي يا پوځي لار په افغانستان کې ګټې نه ځي ځکه چې دا به د کورنیو جګړو سبب وګرځي او که افغانستان د کورنیو جګړو نه اغېزمن کيږي د افغانستان نه پس اثر به یې په پاکستان وي.
هغه ويلي پاکستان د وړاندې نه د درې ملينه افغان کډوالو کوربه توب کوي نور به پسې را روان شي.
امريکا اعلان کړی چې د روان کال د ستمبر د 11 نېټې پورې د افغانستان نه ځواکونه اوباسي، او چارواکي یې وايي په دغه کار عمل پېل کړی دی.
د امریکا د دغه اعلان وروسته په افغانستان کې د تشدد پېښې سېوا شوي دي.