لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: ټي ټي پي په افغان خاوره فعاليت نه لري، پاکستان دغه بيان رد کړی


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، "د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ډله په هیڅ ډول نه په افغانستان کې جوړه شوې ده او نه زمونږ په خاوره فعالیت لري" خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، "ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي".

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په 27 جون په يو بيان کې ویلي، افغانستان د ملي امنیت د پاليسۍ له مخې ټي ټي پي د نورو ترهګرو ډلو په ګډون په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات د دښمن په توګه پېژني.

په بيان کې ویل شوي، "په افغانستان کې د تلپاتې سولې او په سیمه کې د ثبات او هوساینې د ټينګښت لپاره - افغانستان له ټولو هېوادونو، په ځانګړي توګه له پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د ترهګرو ډلو سره، يو شان او پرته له تبعیضه چلند وکړي او اجازه ورنکړي چې دغه ډلې چې يو بل سره ‌‌‌‌‌‌ډيرې نزدې او منظمې اړیکې لري، زمونږ د سیمې امنیت او ثبات په خطر کې واچوي".

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د دغه څرګندونو په غبرګون کې جاري کړي بيان کې د ملګرو ملتونو حواله ورکړې چې ملګرو ملتونو ويلي چې په افغانستان کې ټي ټي پي د 5000 نه زيات فعاله غړي لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په 28 جون په جاري کړي بيان کې دعوه کړې چې د تيرو څو کلونو راهسې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي.

په بيان کې د ملګرو ملتونو د جون د مياشتې د بيان حواله ورکړې چې پکې منل شوي د پاکستان ضد ټي ټي پي د پاکستان سره په پوله اوسي.

پاکستان تور لګولی چې ټي ټي پي د کوربه (افغانستان) د استخباراتي ادارې په مرسته بيا رايو ځای شوې، په پاکستان د پولې د پورې غاړې نه بريدونه کوي او د پاکستان د امنيت او خوشالۍ دپاره خطره جوړه ده.

پاکستان هم ويلي د ټولو ترهګرو پرضد بې د توپيره د ترهګرۍ پرضد جګړې ته ژمن دی، او د افغانستان سره د (پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او پېوستون عملي کاري پلان (APAPPS) د لارې په ټولو چارو د خبرو ټينګار کوي.

ويل شوي پاکستان تل د افغانستان د سولې دپاره په مخلص ډول هڅې کړي چې سياسي جوړ جاړی وشي او افغانان به د دغه موقعې نه ګټه پورته کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا بيانونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په 27 جون د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد احمد د جيو ټيلي ويژن سره په خبرو کې ویلي، د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې مېشته دي، او تر دې چې د اسلام اباد په حدودو کې اوسي، مړي يې پاکستان ته راځي او علاج له هم دلته راځي.

هغه ويلي، د اسلام اباد په "روات، لوی بير، باره کهو، ترنول او نورو ځايونو کې د طالبانو کورنۍ اوسیږي، د هغو ځينې مړي دلته راځي، او علاجونو له هم راځي".

افغانستان تل په پاکستان تورونه لګولي چې په خپله خاوره يې هغه وسله والو ته ځای ورکړی کوم چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او دريځ لري چې پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې خپل رول ترسره کړی او پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG