لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا پاکستاني چارواکو په پټه اسرایل ته سفرونه کړي؟


دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت د وزیراعظم دپخواني سلاکار سید ذوالفقار بخاري چې ورته زلفې بخارې هم ویلې کیږې، اسرایل ته د سفر په اړه راپورونه بې اساسه او دحقیقت څخه لرې ګرځولي، او وایي اسرایل ته دغه رقم هیڅ سفرونه نه دي شوي.

دبهرنیو چاروارت دیو بیان د لارې یو ځل بیا دا خبره تکرار کړې چې داسرایل په اړوند د پاکستان په اصولي دریځ کې څه بدلون نه دی راغلی.

ددې څخه وړاندې زلفي بخاري دیو شخصي ټي وي چینل سره خبرو کې دغه تورونه رد کړي او ویلې یې دي، نه خو دحکومت کومه ډله یا سلاکار او نه دی خپله اسرایل ته تللی او نه یې داسرایل کومې ډلې سره لېدنه شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې زلفي بخاري د اسرایل د پټ سفر راپورونه رد کړي، دکال ۲۰۲۰ دسمبر کې هم زلفي بخاري په دې اړه مطبوعاتو کې مخې ته راغلي راپورونه رد کړي وؤ او ویلي یې وؤ چې هغه وخت دی دپینډۍ د ډپټې کمشنر سره ؤ.

ددغه معاملې په اړه د وزیراعظم د قامي سلامتیا دسلاکار معید یوسف دریځ هم مخ ته راغلی اؤ هغه خپل یو ټویټ کې لیکلي، په څرګنده دا خبره کول غواړي چې دیو اسرایلي چارواکي سره یې هم نه دي لیدلي.

هغه زیاته کړې چې د ستر سیاسي ګوند د مشر بیان د افسوس وړ دی،د اسرایل په اړه د وزیراعظم دریځ ډیر واضحه دی، پاکستان دمنصفانه او دوه ریاستي هواري دپاره فلسطینیانو سره ولاړ دی.

د قامي سلامتیا سلاکار که څه هم د چا نوم نه دی اخستی خو تیره ورځ قامي اسمبلۍ کې دمطبوعاتو سره خبرو کې دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تور لګولی ؤ چې زلفي بخاري او معید یوسف د اسرایل سفر کړی ؤ

هغه ویلي وؤ"دغه راپور د اسرايل خبري اژانس د اسرایل ددفاع د وزارت د سینسر بورډ له اجازې وروسته خپور کړی، نو څه خو شته چې پټ ساتل شوي دي- هم دغه سبب دی چې پاکستان پیپلز ګوند غوښتنه کوي چې حکومت دې د هغه الوتکې په اړه معلومات د ولس سره شریک کړي چې خبره یې په مطبوعاتو کې کیږي"

د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري د بلاول بوټو بیان عبث بللی او خپل ټویټ کې یې ویلې په پاکستان کې یوې خاص ډلې پر ټولنیزو رسنیو دغه معامله چیړلې ده.

په پاکستان کې پر مطبوعاتو دغه بحث په داسې حال کې روان دی چې د یکشنبې په شپه اسرایلې ورځپاڼې اسرائیل هایوم د پاکستاني سرچینو له خولې دعوه کړې وه چې بهرمیشتو پاکستانیانو دپاره د وزیراعظم پخواني مرستیال زلفي بخاری تیر کال په مبینه توګه په پټه د اسرایل سفر کړی ؤ.

اسرایلي ورځپاڼې ویلي په دغه سفر کې زلفي بخاري د وزیراعظم عمران خان او د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوه پیغامونه اسرایلي چارواکو او د اسرایل داستخباراتي ادارې موساد مشر ته رسولی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG