واشنګټن ـــ د افغانستان امنیتي چارواکي دعوه کوي چې ملي امنیتي ځواکونو یې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو په ضد د هېواد په بېلابېلو برخو کې 1906 عملیات کړي او په نتیجه کې یې 6030 طالبان وژلي او 3485 یې ټپیان کړي دي.
چارواکي دعوه کوي چې په دغو وژل شویو وسلوالو کسانو کې 33 او په ټپیانو کې نهه تنه پاکستانیان هم شامل دي، خو پاکستان تل داسې دعوې رد کړې دي.
د افغان امنیتي او دفاعي څانګې ویاند اجمل عمر شینواري د نهې- سه شنبې په ورځ په کابل کې د افغان هوایي ځواک په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دغو عملیاتو کې 162 امنیتي عسکر او عام خلک هم د طالبانو له بنده را خوشي کړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د افغان امنیتي چارواکو د دغو دعوو په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېره شاوخوا یوه نیمه میاشت کې یې وخت په وخت د خپلو وسلوالو د وژل کېدو تر څنګ د لسګونو افغان امنیتي عسکرو د وژلو دعوې هم کړې دي.
افغان امنیتي چارواکو په داسې وخت کې د طالبانو په ضد د پراخو عملیاتو او د هغوی د وژلو رپوټ خپور کړی، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او په دې موده کې د لسګونو ولسوالیو د نیولو دعوه کړې چې وخت په وخت افغان دفاع وزارت د طالبانو له لاسه د بیرته نیولو خبرونه ورکړي دي.
بل لور ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرل سکاټ میلر له اې بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په دې هېواد کې امنیتي حالات "ښه نه" دي او وایي د طالبانو له خوا د ځایونو د نیولو لپاره پرمختګ د "اندېښنې" وړ دی.
سکاټ میلر وایي دی په دې باور دی چې په افغانستان کې د جګړې له لارې کامیابي نه شته، وایي طالبانو یوې خواته په ټول هېواد کې بریدونه پیل کړي او بلې خواته د سولې په خبرو مصروف دي. د جنرل میلر په وینا دا حالت د افغانستان د راتلونکي لپاره ښه نه دی چې که طالبان د زور له لارې واک ته رسېدل غواړي ځکه چې وایي دا کورنیو جګړو ته لاره هوارولای شي.
د افغان امنیتي څانګې ویاند اجمل عمر وایي امریکا به ډېر ژر افغانستان ته نور 37 بلیک هاک هیلیکاپټر او دوې اې- 29 سوپر ټکانو جنګي الوتکې ورکړي خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.
هغه وایي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د نویو اصولو له مخې به ټول هیلیکاپټر او نورې پوځي الوتکې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د وسلوالو په ضد د عملیاتو په کارول کېږي.
د طالبانو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې په ځینو ولایتونو کې عامو خلکو د هغوی په ضد پاڅون کړی او وسلې یې اخیستې دي. د افغانستان په ولسي جرګه کې اندېښنه څرګنده شوې چې که دغه عام خلک خپلې مخې ته پرېښوول شي او په منظمه توګه کار ترې وا نه خیستل شي دا به په راتلونکي وخت کې په وسلوالو ملېشه بدل شي او نورې ستونځې به جوړې کړي.
د امنیتي څانګې ویاند اجمل عمر وایي د طالبانو په ضد دغه سلګونه پاڅون کوونکي کسان به د پوځ په سیمه ییزو څانګو کې په دندو وګوماري، وایي دوی پخپله د طالبانو په ضد یواځې عملیات نه کوي بلکې د امنیتي ځواکونو سره یو ځای د هغوی مرسته کوي.
اجمل عمر د طالبانو په ضد د پاڅون کوونکو شمېر نه دی یاد کړی خو سلګونه هغه کسان چې د پخوانیو جهادي قومندانانو پلویان دي د افغانستان په شمال، شمال ختیځو، لوېدیځو، جنوبي او جنوب ختیځو 12 ولایتونو کې په تېرو دوو اوونیو کې سړکونو ته را وتلي او د طالبانو په ضد جګړې ته یې تیاري ښکاره کړې ده.