لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټاګان: د خپل سفارت او کابل هوایي ډګر د ساتلو لپاره زیات شمېر پوځیان پرېږدو


واشنګټن ـــ د امریکې د دفاع اداره وایي د خپلو پوځونو تر ایستلو وروسته به هم په کابل کې د خپل سفارت د ساتنې او د کابل هوایي ډګر غوندې مهم ځای د امنیت لپاره زیات شمېر پوځیان په دې هېواد کې پرېږدي.

د پېنټاګان ویاند جان کربي د نهې- سه شنبې په ورځ خبریالانو ته دا خبره تایید کړه او ویې ویل "افغانستان د نورو هغو هېوادونو غوندې نه دی چې موږ پکې د سمندري ځواک پوځیان لرو". وایي "زما مقصدا دا دی چې دا افغانستان دی او موږ د هغه ځای په متحرک امنیتي خطر پوهېږو".

جان کربي وایي امریکا تر اوسه په دې اړه د معلوماتو پر تر لاسه کولو کار کوي چې د کابل هوایي ډګر امنیت په څه حالت کې دی او څه پېښېږي. نوموړي خبریالانو ته وویل:

"څنګه چې تاسې او زه اوس خبرې کوو، هلته پر [کابل] هوایي ډګر باندې امریکایي پوځیان ولاړ دي، دا چې د دې اېرپورټ راتلونکی به څنګه وي، په دې اړه تر اوسه هیڅ نه شو ویلای".

د پېنټاګان ویاند رسنیو ته کره شمېر تایید نه کړ چې څومره پوځیان به د ستمبر تر یوولسمې وروسته هم په افغانستان کې د خپل سفارت او کابل هوایي ډګر د ساتنې لپاره په دې هېواد کې پرېږدي.

خو اسوسیېټید پریس تېره اوونۍ د ځینو امریکایي چارواکو له خولې ویلي وو، چې شاوخوا 650 پوځیان به په افغانستان کې پرېږدي چې د خپلو سفارتکارانو امنیت وساتي.

دغو چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي وو چې له دغو 650 پوځیانو سره سره به څو سوه نور پوځیان هم تر هغه وخته د کابل هوایي ډګر د ساتنې لپاره پرېږدي چې تر څو د دې هوایي ډګر امنیتي چارې ترکي ته سپارل کېږي.

پېنټاګان په داسې وخت کې په افغانستان کې د خپلو سلګونو پوځیانو د پاته کېدو خبره تایید کړې چې یوې خواته په جولای میاشت کې له دې هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو د بشپړېدو اټکل کېږي او بلې خواته طالبانو په ټول افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

دا چې امریکا به د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته پخپله پوځي تګلاره کې په افغانستان کې د طالبانو په ضد دفاعي بریدونه شامل کړي که نه، د پېنټاګان ویاند دا "فرضیه" رد کړه خو په ټینګار سره یې وویل چې په دې هېواد کې "تشدد ډېر زیات شوی دی".

جان کربي وویل هغه څه چې امریکا یې لیدل غواړي دا دي چې طالبان باید په باوري توګه د سولې بهیر ته ور وګرځي:

"پر میدان چې څه پېښېږي او موږ یې وینو دا د دوی [طالبانو] د هڅو پر اخلاص پوښتنې را پورته کوي چې ګواکې دوی دې د سولې په خبرو کې قانوني او د باور وړ شریکان وي".

د پېنټاګان ویاند وویل له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو معنا دا نه ده چې په دې هېواد کې به د نېټو اتحاد د روزنې، سلا مشورې او مرستې کار هم پای ته ورسېږي خو وایي په دې اړه نور تفصیل خپله د نېټو چارواکي ورکولای شي.

طالبانو له افغانستانه د جرمني د ټولو ځواکونو د وتلو د اعلان هرکلی کړی خو د پېنټاګان د دې اعلان په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي چې امریکا به د خپل سفارت او کابل هوایي ډګر د ساتنې لپاره زیات شمېر پوځیان پرېږدي.

په افغانستان کې د امریکایي او نېټو ځواکونو عمومي قومندان جنرل سکاټ میلر هم د جون پر 29مه د طالبانو د بریدونو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او وایي که دا حالات همداسې روان وو کورنیو جګړو ته به لاره هواره کړي.

جنرل سکاټ میلر په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که غواړي پر دوی هوایي بریدونه ونه شي نو پکار دی چې خپل بریدونه ودروي او د سولې په خبرو کې شریک شي.

په قطر کې د سولې بین الافغاني‌ خبرې د تېر کال په ستمبر کې پیل شوې دي خو له تېرو څو میاشتو راهیسې پکې هیڅ پرمختګ نه دی شوی، چې حکومت یې د ځنډ پړه پر طالبانو ور اچوي.

خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پخپل یو تازه وېډیویي پیغام کې د حکومتي مذاکراتي ډله د دې هر څه پړه بللې او غوښتنه یې کړې چې پر یو پل باندې له تورونو او د یو بل په ضد له تبلیغاتو پرته دې داسې عملي ګامونه واخیستل شي چې د سولې د خبرو لپاره اغېزمن ثابت شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG