لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: پاکستان کولی شي چې د سيمې په سوله کې کردار ادا کړي


د پاکستان د پوځ مشر ويلي، پاکستان سوله خوښوونکی هېواد دی، او د افغانستان د سولې بربادوونکي د سيمې د ثبات دپاره خطره ده.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه دغه خبره پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (30 جون) په اسلام اباد کې په نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ کې یوې دستورې ته په وېنا کې کړې ده.

ايي اېس پي ار په بيان کې ويلي جنرل باجوه د سيمي په بدلېدونکو حالاتو خبري کړي او ويلي يې دي پاکستان په سمیه کې د سولې سره ولاړ هېواد دی او په سيمه کې د امن دپاره د پُل يا برج کردار ادا کولی شي.

هغه د افغانستان د سولې د عمل د ملاتړ په تړاو ويلي دي د سولې بربادوونکي د سيمې د ثبات دپاره خطره ده.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد دا خبره په داسې حال کې کړې چې امريکا د افغانستان نه خپل ځواکونه اوباسي او په افغانستان کې تشدد او بندامنۍ زور اخستی دی.

د پاکستان د پوځ مشر له دې وړاندې هم ويلي وو چې په افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه دی او د سيمې خراب صورتحال په پاکستان هم بدې اغېزې پرېباسي.

د پاکستان د پوځ مشر د افغانستان د سولې د بربادوونکو نوم نه دی اخستی خو د روان کال په سر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي دغه تور په هند لګولی وو.

قریشي تور لګولی وو چې هند په افغانستان کې د سولې مخې ته خنډان راولاړوي خو هغه نه وه واضحه کړې چې دا خنډان په کوم شکل دي او نه یې د خپل تور د ریښتیا ثابتولو دپاره کوم دلیل مخې ته راوړی وو.

له دې وړاندې هم وخت په وخت دپاکستان دولتي چارواکو په هند تورونه لګولي چې دافغان سولې پروسه ګډوډول غواړي خو هندي چارواکو د پاکستان دا تورونه بې اساسه بللي او اسلام اباد یې کابل کې د ګډوډۍ او ناامنۍ په دوام تورن کړی دی.

دهند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د پاکستان د تورونو په ځواب کې میډیا ته ویلي وو هند په افغانستان کې د سولې او امن پلوي دی او دغه هیواد د تل دپاره خپلواکه،پرامنه او باثباته لیدل غواړي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د کال 2020 د اکتوبر په مياشت کې ويلي وو، په پاکستان کې دا اندېښنه موجوده ده چې هند به افغانستان د پاکستان خلاف استعمال کړي چې په پاکستان کې اړی ګړی جوړ کړي او بې ثباته یې کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG