لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې دبلدیاتي ټاکنو په نه کېدو دبشري حقونو کمیشن اندېښنې ښودلي


خېبر پښتونخوا کې دصوبايي حکومت لخوا ټاکل شوې موده کې دبلدياتي ټاکنو په نه ترسر کېدو دپاکستان دبشري حقونو دکمیشن غړو اندېښنه ښودلې ده.

کمیشن پخپل تازه رپورټ کې ويلي چي دمقامي حکومتونو د نيشتوالي له امله د کال 21-2020 د پاره بېلو کړل شوؤ 46 اربو روپو کې يوازې درې اربه روپۍ لګول شوي او د عام اولس د پرمتختګ لپاره ترقياتي پروژو باندې ډېر اثر پرېوتی دی.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دمخالفو ګوندونو غړي وايي چي صوبايي حکومت مقامي حکومتونو ته بشپړ واک ورکول نه غواړي ځکه يې په موجوده بجټ کې دې لپاره که يو خوا پېسې کمې کړي نو بل پلو يې دضلعي حکومتونو پرځائ اختيارات د تحصيل په کچه منتقل کړي دي.

صوبايي حکومت پرېکړه کړې چې بلدياتي انتخابات به د روان کال د سپتمبر په مياشت کې ترسره کولی شي۔

د هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان د خېبر پښتونخوا د څانګې مرستيال مشر اکبر خان وي او ای ډيوه ته ويل په خېبر پښتونخوا کې بلدياتي ټاکنې د ځنډ ښکار دي چې له امله یې په مقامي کچه د خلکو د تعليم، صحت او د صفا ابو د انتظام کولو ترڅنګ د مقامي ترقۍ عمل ډېر اغېزمن شوی دی.

دهغه په وینا" نو په دې کې د 2020 حوالې سره ذکر دی چې کومې 46 بیلينه روپۍ مختص شوې وې د مقامي ترقۍ د پاره په هغې کې صرف درې بلين روپۍ خرچ شوې او دغه 43 بيلينه روپۍ استعمال نه کړل شوې"

نوموړی وایي "په کال 2019 کې د دغه مقامي حکومتونو معياد پوره شوی او د هغې نه وروسته بيا دغه انتخابات ونه شول او د انتخاباتو نه کېدو له امله د هغه پېسو استعمال هم هغه شان و نه شو"

په خېبر پښتونخوا کې د تېرو بلدياتي ادارو معياد د کال 2019 د اګست د مياشتې په 28 مه سر ته رسېدلی، خو لا تر دې دمه په صوبه کې د حکومت لخوا يو وارې بيا بلدياتي انتخابات نه دي ترسره شوي.

څېړونکي وايي د انتخاباتو يا ټاکنو د کال 2017 قانون ترمخه دبلدياتي اليکشن ميعاد پوره کېدو ورسته به 120 ورځو کې دننه نوي مقامي حکومتونه جوړولی شي،

دوئ وايي دقانون مطابق په صوبه کې بلدياتي انتخابات د کال 2019 په دسمبر کې کول پکار وو۔

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د عوامي نیشنل ګوند غړي خوشدل خان وي او ای ډيوه ته وويل صوبايي حکومت نه غواړي چې اختيارات په مکمله توګه مقامي مشرانو ته منتقل کړي او فنډونه د هغوئ په لاس خرچ شي ځکه يې په دې بجټ کې د مقامي حکومتونو د پاره پېسې هم کمې بېلې کړي دي۔

" د صوبايي اې ډي پي يا د کلني پرمختیایی پروګرام 30 فيصده برخه به مقامي حکومتونو ته ورکوي خو اوس دې وارې دوئ يو ترميم راوستو دې فنانس بل سره چې هغه 30 فيصده يې 20 فيصده کړه يعنې 10 فيصد يې نوره هم د لوکل ځورنمنټ هغه ای ډي پي کمه کړه، نو اوس هم مونږه سره قبايلي ضلعې هم شامل شوې او هلته به هم يونين کونسلې جوړېږي نو دوئ ته خو پکار وه چې دا پېسې یې د 30 فيصده په ځائ 40 فيصده کړې وی"

خوشدل خان زياته کړه صوبايي حکومت د بلدياتي ټاکنو په قانون کې بدلون کړی او ضلعي کونسل يې ختم کړی کوم چې دوی په عدالت کې چېلنج کړی دی۔

دنوموړي په وینا" ددې ختمولو مقصد دا دی چې د عوامو په پرځائ زيات واک ضلعي انتظاميي ته ورکوي چې دغه پېسې به د ډپټي کميشنر په واک کې وي او هغه به يې خرچ کوي، نو په دې وجه مونږه دا چېلنج کړی چې د ډي سي واک جدا دی هغه به صرف څارنه کوي او ترقياتي کارونه کول د اولس لخوا دټاکلو شويو منتخبو غړو کار دی"

په خېبر پښتونخوا کې د بلدياتي ټاکنو او د هغې د پاره مختص شوي بجټ په اړه مو د خېبر پښتونخوا د بلدياتو وزير اکبر ايوب خان سره تماس ونيولږ خو د ناروغۍ له امله يې خبرې ونه کړل شوې۔

دې نه وړاندي د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ترجمان کامران بنګش ويلي وؤ چې بلدياتي ټاکنې وړومبی په قبايلي سيمو کې د حلقه بندو او بيا د کرونا وبا خورېدو له امله د ځنډ ښکار شوې وې خو اوس حکومت پرېکړه کړې چې د روان کال په سپتمبر کې به بلدياتي انتخابات مرحله وار کولی شي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG