لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې افغانستان کې خپل ترټولو ستر مرکز بګرام خالي کړو


افغانستان څخه دامریکې اؤ ناټو د ځواکونو د وتلو لړۍ دوامداره ده اؤ په دې لړ کې د جمعې په ورځ امریکایي پوځ افغانستان کې خپل تر ټولو ستر پوځي مرکز بګرام خالي کړی دی.

دخبري شبکې ای ایف پي له مخې دامریکې ددفاع محکمې چارواکو دنوم نه ښودلو په شرط ویلي دبګرام هوایي اډې نه ټول پوځيان وتلي دي خو دې چارواکو دا نه دي ویلي چې دغه ستر پوځی مرکز به کله افغان ځواکونو ته په واک کې ورکولی شي.

افغانستان ته په القاعده اؤ طالبانو پسې د امریکې له ورتګ وروسته بګرام په دغه هیواد کې دامریکایي سرتیرو ستر مرکز وؤ اؤ د القاعده اؤ طالبانو په ضد عملیاتو کې ددې مرکز مهم رول پاتې شوی دی.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دبګرام هوایي اډې دخالي کولو عمل مثبت بللی اؤ ویلي یې دي دا ګام د فریقینو په ګټه دی.

په ټویټر دطالبانو ویاند لیکلي "مونږ له بګرام څخه دټولو اامریکایي ځواکونو وتل یو ښه ګام بولو ،غواړو چې زمونږ هیواد له ټولو برخو څخه امریکایي ځواکونه اوځي چې دا هم دهغه هیوادونو په ګټه دي اؤ هم دافغانانو"

هغه ویلي دبهرنیو ځواکونو په بشپړ وتلو سره افغانان د سولې اؤ امن لوري ته نزدې کیدای شي

دسوړ جنګ په زمانه کې امرکې بګرام هوایي اډه په کال ۱۹۵۰ کې جوړه کړې وه اؤ په ۲۰۰۱ کال کې دطالبانو له حکومت نسکوریدو وروسته امریکې دا هوایي اډه دخپلو ځواکونو دپاره تر ټولو ستر مرکز جوړ کړی ؤ اؤ دلته یې دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو مهم بندیان ساتل.

دامریکې صدر جوبائیډن اعلان کړی چې دستمبر تر۱۱مې نیټې به افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونه ستنوي اؤ ددې ترڅنګ ناټو هم دخپلو ځواکونو د ویستلو لړۍ پیل کړې ده.

تر اوسه جرمني اؤ‌ اټلي پخلی کړی چې هغوئ خپل ځواکونه دافغانستان څخه په بشپړ ډول ویستلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG