لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دیني عالمانو بیا په هېواد کې روانه جګړه ناروا بللې او بندېدل یې غواړي


واشنګټن ـــ د افغانستان دیني عالمانو یو ځل بیا په داسې وخت کې په دې هېواد کې د افغان ځواکونو په ضد د طالبانو جګړه غیراسلامي بللې چې طالبانو له تېرو دوو میاشتو جګړې ته زور ورکړی او ګڼ شمېر ولسوالۍ یې نیولې دي.

د افغانستان د دیني عالمانو شورا د شنبې- خالي په ورځ په هېواد کې وروستيو حالاتو ته په کتو په یوه غونډه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړی او روانه جګړه یې یو ځل بیا ناروا بللې ده.

د دغې شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ په کابل کې خبري کانفرنس ته د غونډې د پرېکړه لیک خپرولو په وخت وویل چې د جګړو دواړه خواوې باید ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي.

ښاغلي ځدران پر طالبان ږغ وکړ چې د اسلام او جهاد په نوم جګړه دې ختمه کړي او اسلام دې نه بدناموي. نوموړي وويل جګړه د حل لاره نه ده او په تېرو شلو کلونو کې دا ثابته هم شوه.

ښاغلي ځدران ټینګار وکړ چې ټول افغان عالمان به د سولې په بهیر کې لا زیات خپل کردار تر سره کړي.

د افغانستان د دیني عالمانو شورا په داسې وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړی چې د دې هېواد په اکثرو ولایتونو کې دا مهال جګړه روانه ده او هره ورځ افغان دفاعي ځواکونه او طالبانو یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوې.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې یو شمېر ولسي خلکو او پخوانیو جهادي قوماندانانو د طالبانو په ضد پاڅون اعلان کړی او د افغان ځواکونو په ملاتړ له هغوی سره جنګېږي.

د افغانستان د عالمانوو شورا په دې هېواد روانه جګړه ناروا او ورور وژنه وبلله او د هر څه ژر پای ته رسېدو غوښتنه يې وکړه. مولوي سردار محمد ځدراڼ وویل دې جګړې یواځې او یواځې افغانستان او افغانان زیانمن کړي دي.

له دې وړاندې هم د افغانستان د عالمانو تر څنګ د ګڼو اسلامي هېوادونو عالمانو د افغانستان جګړه ناروا بللې او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه يې کړې ده خو طالبانو یې غوښتنه نه ده منلې.

طالبانو د افغان دیني عالمانو د شورا د تازه غونډې او غوښتنې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي رېډيو ته ویلي،‌ د هغو عالمانو خبرې ورته ارزښت نه لري چې مخکې یې هم د امریکایي ځواکونو پاته کېدل غوښتل.

د یادونې وړ ده چې په تېره جون میاشت کې په سعودي عربس کې هم د پاکستان، افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو په ګډون سعودي عالمانو په یوه غونډه کې د افغانستان د جګړې د ختمېدو غوښتنه کړې وه.

په هغه کنفرانس کې چې په مکه مکرمه کې جوړ شوی وو دیني عالمانو په افغانستان کې د جګړې او وینې تویېدو بندېدل غوښتي وو او په جنګ کې له ښکېلو اړخونو یې غوښتي وو چې سوله وکړي خو طالبانو تل د دیني عالمانو دا ډول غونډې له پامه غورځولې او خپله جګړه یې روانه ساتلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG