لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قریشي:په پاکستان دافغان چارواکو نېوکې دهغوئ دخپلو تګلارو ناکامي ده


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دافغان چارواکو لخوا په پاکستان دمداخلت سیوا شوؤ تورونو ته غبرګون کې ویلي دپاکستان په تګلارو دافغان چارواکو هیڅ بېڅه نېوکې دهغوئ دخپلو تګلارو ناکامي ښایي.

دپاکستان دولتي ریډیو سره خبرو کې دبهرنیو چارو وزیر ویلي دافغانستان ولس دپاکستان په ارزښت پوهیږي اؤ هغوئ دافغانستان په هکله دپاکستان دبیانیې ملاتړ کوي.

په دې وروستیو کې چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې اؤ په افغانستان کې ورسره دطالبانو بریدونه اؤ په ولسوالیو دقبضو لړۍ هم چټک شوې،افغان چارواکي په پاکستان تورونه لګوي چې دطالبانو ترشا ولاړ دي اؤ دهغوئ په مټ افغانستان کې خپله ایجنډه پرمخ وړي.

خو دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې پاکستان افغانستان کې دهیڅ یوې ځانګړې ډلې په پلوۍ نه دی ولاړ بلکې یوازینی مقصد یې په دغه هیواد کې دامن اؤ سولې ټینګښت دی.

دیوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي قریشي ویلي دافغانستان رسنۍ د اروپایي اتحادیې د دروغژنو اطلاعاتو په اساس دپاکستان منفي انځور خلکو ته ښایي اؤ هم په ګاونډیو هیوادونو کې یو شمیر دمیډیا چینلونه شته چې دپاکستان وقار ته د زیان رسولو هڅې کوي.

شاه محمود قریشي وویل افغان چارواکي که دپاکستان په ضد هرڅه وایي خو دافغان ولس اکثریت په دې خبره پوهه دی چې پاکستان سره پېاوړې اړېکې دهغوئ په ګټه دي.

افغان چارواکي پرله پسې دپاکستان نه غوښتنې کوي چې دخپل نفوذ څخه په استفاده باید طالبان دجګړو پځائ دسولې خبرو ته اماده کړي خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره اوونۍ پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې افغانستان څخه دامریکا لخوا دخپلو ځواکونو د ویستلو داعلان نه وروسته طالبان ځان فاتح قوت ګڼي اؤ اوس په هغوئ دپاکستان اثر یا نفوذ ختم شوی دی.

په طالبانو د پاکستان دنفود کمیدو په اړوند ددې هیواد یو پخواني لوړ پوړي پوځی افسر اؤ څېړونکي جنرل(ر) طلعت مسعود اوړمه ورځ وي او ای ډیوه ویلي وؤ "د طالبانو له خوا په اففانستان کې نوي ځايونه نيول دهغوی په ځان باور ښکاره کوي او ځکه يې پاکستان ته اړتيا کمه شوې ده. طالبان اوس زیاتې سيمې په لاس کې لري او د ځايي خلکو ملاتړ هم ورته تر لاسه دی"

پاکستاني رسنۍ اؤ‌ چارواکي پرله پسې داسې تاثر ورکوي چې ګنې افغانستان یو وارې بیا دخانه جنګۍ غیږې ته غورځېدونکی دی اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان تر دې حده ویلي چې که دا ځل افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې نو پاکستان ته دکدوالو دمخنیوي په غرض به پاکستان افغانستان سره خپله پوله وتړي.

XS
SM
MD
LG