لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي ګاونډیان باید دهغوئ په پرمختګ اندېښمن نه شي


افغانستان کې په ګڼ شمیر ولسوالیو دقبضې ددعوې نه وروسته طالبانو دافغانستان ګاونډيو هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې دهغوئ پرمختګ دسولې اؤ امن پیغام لري اؤ هیڅوک پرې باید اندېښنه ونه لري.

پخپله یوه تازه اعلامیه کې طالبانو دبګرام هوایي اډې څخه دامریکایي ځواکونو وتل ستایلي اؤ دا یې سولې ته د رسیدو په لار کې یو مثبت ګام بللی دی.

طالبانو ویلي په افغانستان کې د بهرنیانو په تیره دامریکایانو شتون په تیرو شلوکلونو کې ډیرې بدې پایلې لرلې دي اؤ اوس چې دا شتون د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې تړون له مخې نور پائ ته رسیدلی افغانان ترې د مثبت بدلون هیله لري.

افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو د وتلو دبهیر پیل کیدو سره سم طالبانو دافغانستان په یو شمیر ولسوالیو دقبضې دعوې کړي اؤ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم خو تر دې حده دعوه کړې چې دافغانستان اویا فیصدي خاوره باندې عملاً طالبانو خپل واک ټینګ کړی دی.

افغان دولت دطالبانو دا دعوې بې اساسه بولي اؤ وایي دافغانستان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونه به کله هم طالبان په زوره په افغانستان قبضې کولو ته پرې نه ږدي.

دطالبانو په وروستیو بریدونو اؤ پرمختګونو نړیوالو مطبوعاتو کې هم تاوده بحثونه روان دي اؤ څېړونکي اندېښنې ښایي که چرې طالبانو همداسې په چټکتیا سره دبریدونو لړۍ دوامداره وساتله نو افغانستان یو ځل بیا دخانه جنګۍ لوري ته تللی شي.

روسیې هم تیره اوونۍ افغانستان کې دطالبانو دبریدونو په زیاتوالي اندېښنې ښودلې وې اؤ ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخرووا افغان جګړه کې په ښکیلو خواؤ غږ کړی ؤ چې روانه جګړه باید پائ ته ورسوي اؤ دسولې دپاره دخبرو اترو لاره خپله کړي.

کابل کې دامریکې سفارت هم په ملکي وګړو اؤ عامه تاسیساتو دطالبانو دبریدونو دمخنیوي غوښتنه کړې ده اؤ په افغان خواؤ یې تیره اوونۍ ټینګار کړی ؤ چې د دوحې بین الافغاني خبرې باید زر تر زره پیل کړي.

تیره ورځ دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي وؤ طالبانو سولې ته د رسېدو لپاره خپلې ژمنې نه دي ترسره کړي او د تاوتریخوالي کچه یې دومره لوړه کړې چې حتی د سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.

خو طالبانو پخپله تازه اعلامیه کې دافغانستان خلکو اؤ ګاونډي هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې دهغوئ پرمختګ دسولې اؤ ثبات پیغام لري اؤ هیڅوک پرې باید اندېښنه ونه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG