لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د ګاونډي ملکونو او طالبانو سره په افغانستان کې د سياسي حل لټولو لپاره د خبرو کوششونه کوو


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي افغانستان ورور ملک دی هلته له تېرو څلويښتو کلونو راهسي حالات کړکېچن دي، د هغه په خبره دوی غواړي چې نور هلته کورنۍ جګړه نه وي، او په افغانستان کې د روان کړکيچ که څه هم تر ټولو زيات تاوان په خپله افغانستان ته دی خو ګاونډي ملکونه ته يې هم لوی زيان رسېږي.

عمران خان پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (5 جولايي) په ګوادر کې يوې غونډې ته په وېنا کې وويل په افغانستان کې د سياسي حل لپاره له ګوانډيو هيوادنو او طالبانو سره د خبرو کوشش کوي.

"زمونږ حکومت زياته کوشش کوي چې د افغانستان ټول ګاونډي ملکونه دا کوشش وکړو چې هلته سياسي حل وي ، کرړکېچ نه وي ، کورنۍ جګړه نه وي،د ايران له صدر سره مې هم د ټيلي فون له لارې خبرې وکړې ما ورته وويل چې مونږ ټول چې د افغانستان ګاونډي ملکونه يو بايد دا کوشش وکړو چې هلته سياسي حل وي ،د پاکستان پوره پوره دا کوشش دی چې په يو ډول نه يو ډول له طالبانو سره هم خبرې وکړو چې په افغانستان کې يو ډول سياسي جوړ جاړی وشي".

د عمران خان په خبره چې په افغانستان کې د روانې نا امنۍ يا کوکيچ زياتيدو او د هغه د تاوان معنی دا نه چې بيا به د کډوالو لړۍ پېل شي، بلکې د هغه په خبره دوی ځکه زيات اندېښمن دي چې دپاکستان له منځنی اسيا سره نښلونکې د تجارت ټولې لارې به وتړل شي.

عمران خان د تجارت د لارو د تړولو تر خبرې وړاندې په خپله وينا کې وويل چې ګوادرله منځني اسيايي ملکونو سره تړل کېږي او زياته يې کړه چې دوی له تاجکستان سره ځيني تړون لاسيک کړي او ازبکستان ته به هم ځي.

" د ګوادر تر ټولو لومړی فايده به وپاکستان ته وي، اوس ګوادر له ټولې منځنۍ اسيا سره تړل کېږي، زموږ ټرون شوي دي ډېر ښه ښه ،تاجکستان سره، اوس زه ازبکستان ته ځم،ځکه هغه ټول غواړي چې د خپل تجارت لپاره دغه لاره ګوادر استعمال کړي".

تر دې وړاندې وزير اعظم عمران خان د ګوادر له ځاي مشرانو او زدکونکو سره د ليدنې پر مهال په خبرو کې ويلي چې له تحريک چلونکو وسلوالو بلوڅو سره د خبرو اترو سوچ کوي".

د بلوچستان د سرکاري خبر ورکونکې ادارې ډي جي په ار په يوه خپاره کړي خبر کې ليکلي چې د ګوادر په ننۍ غونډه کې د پاکستان لپاره د چين سفير او د سي پېک اتهارټۍ مشر پخواني ليفټنټ جنرل عاصم سليم باجوه تر ميان د مالګينو اوبو د صفا کولو پلانټ او د جنوبي بلوچستان لپاره د شمسي جنريټرو په لړ کې د چين دمرسته کولو تړون لاس ليک شو>

د دې تر څنګ وزيراعظم عمران خان او د بلوچستان وزيراعلې جام کمال په ګډه د ګوادر د سرې پلانټ ، د ګوادر څاروو واکسین پلانټ، د هینان کرهنیز صنعتي پارک، هینګمي لبريکنټس پلانټ، ګوادر فري زون دويم، د ګوادر ایکسپو مرکزد پروژو پرانيسته هم وکړه.

عمران خان په خپله وينا کې وويل چې نور د ګوادر له لارې اول بلوچستان او بيا ټول پاکستان د عظيمې ترقۍ پر لوري روان دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG