لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د نړۍ د صحافتي ازادۍ په 37 مخنیوونکو حکومتي مشرانو کې شامل


اسلام اباد ـــ د صحافيانو د حقونو د څار نړیوال تنظیم "بې پولې خبریالان" د نړۍ د هغو 37 حکومتي مشرانو فهرست جاري کړی چې د صحافت د ازادۍ پر ضد یې په لويه کچه اقدام کړی، په دغو مشرانو کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان نوم هم شامل دی.

په دغه رپورټ باندې د پاکستان حکومت لا کوم غبرګون نه دی ښودلی خو لوی حکومت مخالف ګوند مسلم لیګ «ن» دا فهرست د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت پر ضد چارج شيټ ګڼلی او وايي د صحافتي ازادۍ پرضد د وزير اعظم عمران خان امرانه چلند په نړۍ کې د پاکستان تشخص خراب کړی.

د رپورټرز وِد آوټ بارډرز تنظیم د انځورونو دغې ګېلرۍ ته د آر اېس اېف 2021 د «پرېس فرېډم پرېډېټرز ګېلري» نوم ورکړی دی.

د آر اېس اېف سېکرټري جنرل د تنظيم په وېبپاڼه ليکلي چې د آر اېس اېف په دغه ګېلرۍ کې اوس د نړۍ 37 مشران شامل دي خو وايي څوک دا نه شي ویلی چې دغه فهرست مکمل دی.

ښکاره دې وي چې د صحافتي ازادۍ د ښکاريانو په دغه ګېلري کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان نه علاوه د هندي وزیر اعظم نرېندرا مودي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکيې صدر رجب طيب اردوان، د چین صدر شي جین پینګ او نورو نومونه شامل دي.

په دغه نوملړ کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان نوم په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پلټنو مرکزي ادارې اېف ای اې د ترهګرۍ ضد څانګې د هېواد د شخصي ټي وي چېنل سما نيوز د پرورګرام کوربه او وتلي صحافي ندېم ملک ته د يو خبر په اړه نوټس جاري کړی چې پکې د هغه د خبر د سرچينې ښودلو غوښتنه شوې خو ندیم ملک وايي هغه هېڅ ډول د اېف ای اې په وړاندې پېش نه شي.

د پلټنو مرکزي ادارې نوموړی د جولای په شپږمه نېټه ور بللی وو خو هغه نه دی وړاندې شوی.

یاده دې وي چې نديم ملک د تېر اپریل میاشت په 28مه پخپل پروګرام کې ويلي وو، د اېف ای اې يو څو اعلی افسرانو هغه ته ویلي وو چې پخواني وزیر اعظم نواز شریف ته د العزيزیه سټيل ملز په قضیه کې د سزا ورکولو لپاره د اسلام اباد د احتساب عدالت پخواني جج ارشد ملک اسلام اباد کې يوې ودانۍ ته راغوښتل شوی او په هغه عمارت کې د پاکستان د پوځ د خفيه ادارې ای اېس ای دوه افسران هم ناست وو او هغوى جج ارشد ملک نواز شریف ته سزا ورکولو لپاره بلېک مېل کړی وو.

په پاکستان کې د ډېرې مودې نه د ازادو صحافيانو پرضد بېلابېل قوانین کارول کېږي او هغوى ځورول کېږي.

پرون هم په ګرد هېواد کې د پنجاب اسمبلۍ له خوا د منظور کړي شوي يو قانون پر ضد د صحافیانو احتجاجونه شوي دي. په دغه قانون کې صحافيانو ته د اسمبلۍ د غړو په اړه د ناسمو خبرونو خورولو په اړه د سزا وړاندېزونه شوي دي.

د بې پولې خبریالانو تنظیم دغه نوملړ ته د حکومت مخالف مسلم لیګ ن ویاندې مريم اورنګزېب په غبرګون کې دعوه کړې چې د آر اېس اېف دا اوسنی رپورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت پرضد چارج شيټ دی.

هغه په خپل بيان کې ويلي د وزير اعظم عمران خان آمرانه چلند او کردار په نړۍ کې د پاکستان تشخص ګنده کړی دی.

د پاکستان د صحافيانو تر ټولو لوی تنظیم پاکستان فېډرل يونين آف جرنلسټس عمومي سیکرټري ناصر زيدي وي او اې ډيوه ته وايي د کله نه چې د تحريک انصاف ګوند په واک کې راغلی په پاکستان کې ورسره د صحافتي ازادۍ حال ورځ تر بلې بدېږي.

هغه وایي د نديم ملک په شان تحقيقاتي خبريال ته د اېف ای اې له خوا نوټس ورکول د غندنې وړ دی او له دې سره په نړۍ کې د هېواد نوم بدنامېږي او د صحافي نه د هغه د خبر ذريعه پوښتل غیرقانوني عمل دی.

قانون پوه او د صحافتي ازادۍ په چارو نظر لرونکی افتاب عالم وي او اې ډيوه ته وايي د صحافي د سرچينې د تحفظ نړیوال قوانین ډېر ښکاره دي او په نړۍ کې چي کوم کارول کېدونکي اصول دي دا د هغې هم خلاف دي د صحافي څخه د هغه د خبر ذريعه نه غوښتل کېږي.

دی وايي د يو صحافي نه د هغه د خبر ذريعه غوښتل نه يواځې د نړیوال صحافتي اصولو خلاف دي بلکې د پاکستان د قوانينو هم پرضد عمل دی.

د صحافيانو د حقونو د څار نړیوال او ملکي تنظيمونه پاکستان د صحافيانو لپاره د نړۍ خطرناک هېواد ګڼي او فريډم انډېکس تېر کال د صحافتي ازادۍ په لحاظ پاکستان په خپل فهرست کې درې درجې لاندې راوستی دی او د 180 هېوادونو په قطار کې یې په 145 نمبر ودرولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG