لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هندي فلمونو ستوری دلیپ کمار په حق ورسېد


په پېښور کې زېږېدلی د هندي فلمونو ستوری هنرمند دلیپ کمار چې خپل نوم يې يوسف خان وو، د 98 کالو په عمر کې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (اوومه جولايي) د ممبۍ په يو روغتون کې په حق ورسېد.

د دليپ کمار د ټويټر اکاونټ نه د هغه په حق رسېدو خبر ورکړی شوی دی.

د هندي مطبوعاتو ترمخه دليپ کمار د ساه په ناروغۍ اخته وو او د ممبۍ په يو روغتون کې یې درملنه روانه وه.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي د دليپ کمار په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او په ټويټر يې ویلي،

"دليپ کمار جي به په فلمي نړۍ کې تل د ليجنډ په توګه يادول کيږي، او د هغه مړينه يې د هند د کلتوري نړۍ دپاره تاوان بللی دی".

د هند فلمي ستورو هم د دليپ کمار په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او هغه ته يې د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي دي.

د دليپ کمار زېږېدنه

دليپ کمار په 11 دسمبر 1922 کې دپيښور د قصه خوانۍ بازار په محله خداداد کې په يو وړوکي کور کې پيدا شوى او اته کالو په عمر کې د خپل پلار سره هندوستان ته تللی وو.

فلمونو ته تلل

دليپ کمار په کال 1944 کې خپل فلمي سفر پېل کړی او "جوار بهټه" يې لومړی فلم وو چې کار يې پکې کړی وو.

د هغه مغل اعظم، کرانتي،کرما، نیا دور،رام اور شیام، سوداګر، ګنګنا جمنا، ګوپي، دیوداس، ان،ادمي، کوه نور مشال، شکتي دیدار او ازاد دهغه مشهور فلمونه دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG