واشنګټن ــــ په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تودې جګړې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په حال کې د طالبانو د قطر دفتر او د افغان حکومت استازو د ایران په کوربه توب غونډه کې ګډون کړی او د افغان سولې په اړه یې خبرې کړې دي.
د شورو- چارشنبې په ورځ په تهران کې غونډې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د طالبانو او افغان حکومت استازو ته وویل، ایران تیار دی چې د افغانستان د شخړې په ختمولو کې مرسته وکړي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان خلک او سیاستوال باید د خپل راتلونکي په اړه "سختې پرېکړې" وکړي.
د افغان حکومت د پلاوي مشري پخوانی خارجه وزیر یونس قانوني کوي او د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې د قطر دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانیکزی کوي.
جواد ظریف دواړو لورو ته ویلي چې د افغانستان د شخړې سیاسي حل غوره کول تر ټولو ښه انتخاب دی. د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ د جواد ظریف له قوله لیکلي:
"ایران تیار دی چې په افغانستان کې د موجودو ډلو تر منځ د خبرو اترو په بهیر کې مرسته وکړي چې په دې هېواد کې روانې جګړې او بحران ته د حل لاره پیدا شي".
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر ټویټر لیکلي چې ایران ته د دوی لوړپوړی پلاوی د شېرمحمد عباسي ستانیکزي په مشرۍ تللی، چې د ده په وینا مقصد یې له ایراني چارواکو سره پر دوه اړخیزو موضوعاتو ږغېدل دي:
"نن به [زموږ پلاوی] له ځينو افغاني شخصيتونو سره هم يوه تفاهمي ناسته ولري. په ناسته کې به د هېواد د روان وضعيت او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د هواري په موخه بحث او د نظر تبادله وشي".
د طالبانو ویاند دا ټویټ په تهران کې تر نننۍ غونډې مخکې کړی او د دې ډلې بل ویاند ذبیح الله مجاهد د غونډې یوه وېډیو خپره کړې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پکې خبرې کوي. مجاهد لیکلي:
"په دغه غونډه کې به د افغانستان ایران تر منځ د مهاجرینو او سرحدي مسائلو په اړه خبرې اترې او د افغانستان او سیمې په امن هم بحثونه کیږي"، خو تر غونډې وروسته یې نور معلومات نه دي خپاره کړي.
د ایران حکومت وروسته له هغه د افغان حکومت او طالبانو استازو ته د بین الافغاني خبرو موقع برابره کړه چې په قطر کې یې د سولې خبرې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ځنډ ښکار وې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر شپږمه رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، دوی پلان لري چې را روانه میاشت افغان حکومت ته د سولې لیکلی پلان وړاندې کړي:
"د سولې خبرې او بهیر به په راتلونکو ورځو کې تېز شي او تمه ده چې دا ځل به خبرې یو مهم پړاو ته داخلې شي، دا به د سولې د پلان په اړه وي".
د رایټرز خبري ایجنسۍ په وینا واشنګټن په تېرو وختونو کې پر ایران تور لګولی چې وایي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ضد له وسلوالو طالبانو سره مرستې کوي خو تهران دا تورونه رد کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف غونډې ته په وینا کې د امریکایي ځواکونو د وتلو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او تور یې پورې کړی چې دا هېواد تر دوو لسیزو زیاته موده کې په افغانستان کې د تباهۍ تر ټولو لوی سبب وو.