لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي دا ځل خپلې پولې نورو افغان کډوالو ته نه پرانیزي


واشنګټن ــــ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید په افغانستان کې روانو حالاتو ته په اشارې سره ویلي هېواد یې دا ځل تیار نه دی چې نور افغان کډوال تر پولې ور واوړي او په دې هېواد کې مېشت شي.

شېخ رشید د جولای پر شپږمه د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، حکومت یې پرېکړه کړې چې خپله پوله کډوالو ته خلاسه نه کړي، وایي مرستندویې ادارې کولای شي چې له مجبوره خلکو سره د پولې هغې غاړې ته هم مرستې وکړي.

د شېخ رشید په وینا که حالات خراب شي نو له پولې سره نیژدې به د هغوی لپاره بندوبست وکړي، خو وایي تر سخت کنټرول او څارنې لاندې به یې وساتي چې مهاجرین د پاکستان ښاري سیمو ته ور نه شي.

له افغانستانه د امریکايي او اتحادي ځواکونو د وتلو او په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د کنټرول تر لاسه کولو له رپورټونو سره دا ویرې څرګندیږي چې بیا به افغانان د حالاتو د خرابۍ له سببه ګاونډیو هیوادونو ته کډه شي.

پاکستان به په دې اړه څه لاره خپلوي په دې اړه په خیبر پښتونخوا کې د کډوالو کمیشنر عباس خان د وي او اې ډیوه خبریالې رابعې پیر ته ویلي، د پاکستان حکومت په ګاونډي هیواد کې له روانو حالاتو خبر دی، وایي که "ګاونډي وروڼه" بیا پاکستان ته هجرت کوي نو مخکې یې هم خدمت کړی او اوس به یې هم کوې:

"د سېفران وزارت مشرانو بشپړې تیارۍ کړې دي چې کوم ځای کې کېمپ لګول دي یا نور انتظامات کول دي".

شېخ رشید ویلي که د حالاتو له سببه مجبور شو نو پاکستان به ایراني ماډل خپلوي او کډوال به پولې ته نیژدې تر کېمپونو پورې محدود وي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر ویاند قیصر اپریدی وایي نړیوالې ټولنې ته پکار دی چې په افغانستان کې امن راولي او افغانان بیا کډوالۍ ته مجبوره نه شي. قیصر اپریدي د وي او اې ډیوه خبریالې رابعې پیر ته ویلي:

"که حالات زیات خرابېږي نو اندېښنه شته چې په افغانستان کې دننه هم خلک بې کوره شي او دا اندېښنه هم شته چې ځینو ملکونو لکه پاکستان، ایران او د منځنۍ اېشیا هېوادونو ته افغانان لاړ شي".

د یو این ایچ سي آر ویاند وایي که دا ځل بیا افغان کډوال پاکستان ته ورځي نو اداره یې د پاکستان د حکومت مرستې ته تیاره ده، خو وایي پاکستان یواځې دا بوج یواځې نه شي پورته کولای او که حالات داسې جوړېږي نو پکار دی چې نړیواله ټولنه یې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړې په نتیجه کې زرګونه کورنۍ د دې هېواد نورو سیمو ته کډه شوې دي خو تر اوسه یې پاکستان ته د کډه کېدو په اړه خبرونه نه دي ورکړل شوي.

په پاکستان کې دا مهال شاوخوا درې میلینه (30 لکه) افغان کډوال ژوند کوي چې د یو این ایچ سي آر د شمېرو له مخې نیمایي یې له دوی سره رجسټر دي او نیمایي نارجسټر شوي افغانان هم په دې هېواد کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG