لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بادغېس د قلعه نو څخه طالبان ويستل شوي، غټه مرګ ژوبله ورته اړول شوې


افغان چارواکو ويلي افغان حکومتي ځواکونو د بادغېس د مرکز قلعه نو څخه طالب وسله وال په شا تمبولي دي او په غټه کچه مرګ ژوبله ورته اړول شوې ده.

د افغانستان په شمال لويديځ کې پرتې صوبې بادغېس په مرکز قلعه نو طالبانو د شپې په مهال د مختلفو اړخونو نه بريدونه کړي دوی ښار پله مخ په وړاندې تګ کړی او د مرکزي زندان نه يې شپږ سوه بنديوان خوشي کړي وو.

د بادغېس ګورنر حسام الدين شمس وي او اې ډيوه ته ويلي طالبانو په وروستيو ورځو کې د قلعه نو نه چاپېره ولسوالۍ نیولې وې.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ (اوومه جولايۍ) د افغان ځواکونو او هوايي بريدونو نه وړاندې دغلته جګړه روانه وه خو وروسته طالبان د ښاره ويستل شوي دي.

شمس وروسته ویلي ډېر خوشي کړی شوي بنديوان هم بيرته نيول شوي دي.

د افغانستان د دفاع د وزارت وياند فواد امان ويلي د طالب ترهګرو په قلعه نو بريد ناکامه کړی شوی او په غټه کچه ځاني زیان ورته اړول شوی دی.

طالبانو د مې د میاشتې څخه وروسته بريدونه سېوا کړي کله چې امريکا د افغانستان څخه د وتلو اعلان وکړو.

راپورونه وايي قلعه نو لومړی صوبايي مرکز دی چې طالبانو پرې بريد کړی دی.

طالبانو زیاتره بريدونه د افغانستان په شمالي او ختيځ شمالي علاقو کې پېل کړي دي.

افغان چارواکو ويلي په قلعه نو او د ښار نه چاپېره افغان امنيتي ځواکونه موجود دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ويلي، دا وخت د افغانستان په شمالي ولايتونو کې پوځي عملیات دوام لري چې پکې بدخشان، تخار، بغلان، کندوز، بلخ، فارياب، جوزجان او سمنګان ولايتونه شامل دي.

هغه وويل دغه رنګ د افغانستان په جنوب کې په کندهار، هلمند، اروزګان او په لویديځ افغانستان کې په فراه، هرات او په ختيځ کې په ننګرهار، لغمان، پکتيا، پکتيکا او په ټوله کې د 18 څخه تر 20 پورې ولايتونو/ صوبې کې افغان ځواکونو د طالبانو سره په جګړه دي.

د امریکې مرکزي کمانډ (سنټرل کمانډ) د نهې/سه شنبې په ورځ (شپږمه جولايي) ويلي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل 90 فيصده/سلنه بشپړ شوي دي.

امریکا د افغانستان نه د 90فيصده وتلو خبره دوه ورځې وروسته له هغې کړې چې نړيوالو ځواکونو د افغانستان د باګرام هوايي اډه خالي کړې ده چرته چې دوی شل کاله تير کړي طالبان يې د واکه لرې کړي او القاعده ته يې ماتې ورکړې، القاعده ترهګره ډله په کال 2001 کې د زرګونو په شمېره کې د امریکايانو د وژلو زمه واره ګرځول شوې وه.

د امریکا صدر جوبايډن چې د افغانستان نه د روان کال 11 ستمبر پورې د ځواکونو ويستلو اعلان کړی او نورو اتحاديانو يې هم په دغه نېټه د وتلو ويلي، د دغه اعلان وروسته طالبانو په افغانستان کې بريدونه سېوا کړي او راپورونه وايي د باګرام څخه د وتلو وروسته طالبانو بريدونو ته نور زور ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG