لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سياستوال او څېړونکي: د بلوچستان مسئله د پوځ بې ملاتړه د عمران خان په خبرو نه حل کېږي


واشنګټن ــــ د بلوڅ سياسي مشر نواب خېر بخش مري زوی او د بلوچستان د داخله چارو پخوانی وزير نواب ګزېن مري وايي يوازي عمران خان يا کوم بل سياسي مشر د بلوچستان د مسئلې د حل اختيار نه لري.

عمران خان د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ په ګوادر ښار کې ځايي مشرانو او زده کوونکو ته په وينا کې وویل، په تېرو وختونو کې له بلوچستان سره اسلام آباد او د بلوچستان سياسي مشرانو انصاف نه دی کړی.

عمران خان په خبره"شايد په تېرو وختونو کې د بلوچستان خلک خوږ کړل شوي ، ځکه دلته وسلوال پاڅون شوی او بيا د پاکستان دښمنانو هغه د پاکستان ضد هم استعمال کړي وي"، خو عمران خان وويل " دی سوچ کوي چې له وسلوالو بلوڅو سره خبرې وکړي".

خو د بلوڅ ملتپال ګوند بي اين پي مېنګل د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ غړی احمد نواز وايي عمران خان دې اول د ګوادر خلکو ته د څښلو اوبه ورکړي بيا دې د بلوڅانو د خفګان پر مسئله خبرې وکړي.

احمد نواز وويل چې دوی د عمران خان له حکومت سره دوه کاله ملګرتيا په همدې خاطر وکړه چې د بلوچستان مسئله به حل کړي خو وايي کومې شپږ نقطې چې دوی د عمران خان حکومت ته ورکړې وې په هغه عمل ونه شو ځکه دوی د عمران خان له حکومته جلا شول. وايي په تېرو اويا کالو کې هيچا هم د بلوچستان مسله حل نه کړه.

بلوڅ سياسي ګوندونو او مشرانو تل ويلي چې اسلام آباد او پوځي مشرانو تل له بلوچستان سره نا انصافي کړې، دوی وايي د بلوچستان پر شتمنيو د بلوچستان د خلکو اختيار نه دی او تور پورې کوي چې د بلوڅو له پوښتنې او خوښۍ پرته د بلوچستان ټول وسايل لوټل کېږي، خو د پاکستان مرکزي حکومتونو او پوځي مشرانو په ډېر واره دغه تورونه رد کړي دي.

د نواب ګزېن په خبره له اتلسم ترميم وروسته هم د پاکستان او چين تر منځ د اربونو روپیو پروژې سيپېک اختيار له بلوچستان سره نه دی او ښه- بد یې د اسلام باد په لاس کې دي. هغه وويل چې سيپېک له ګوادر بندره شروع کېږي خو وايي بلوچستان ته د دې پروژې يوه ګټه هم نه ده رسېدلې.

کله مو چې ورته وويل چې د سي پېک اتهارټۍ مشر پخوانی ليفټنټ جنرل عاصم سليم باجوه وايي د سپيپېک په پروژه کې يې د بلوچستان ځوانانو ته د روزګار، صفا اوبو، ډېمونو، سړکونو، بجلۍ، تعليمي ادارو او روغتونونو د ورکولو دعوې کړې او نور به هم ورکوي، په ځواب کې يې ګزين مری وايي هغه څه دې عملي را ښکاره کړي چې دوی ورکړي دي.

ګزين مري له اتلس کاله جلا وطنۍ او خفګان وروسته په 2017م کال کې کوټې ته راستون شو، ومو پوښته چې د بلوچستان د مسئلې حل څه دی؟ مري په ځواب کې راته وويل:

"د پاکستان په انتظامي معاملاتو کې د پوځي اسټېبلشمنټ مداخلت بندېدل او د حکومت او بلوچو له لوري د بلوچستان د مسئلې لپاره دواړه لورو ته صفا نيت او دواړه لورو ته له خپل دريځه ليږ پرشاتګ ضروري دی".

د "کويټه وايس" په نامه د آنلاین ورځپاڼې مدير او څېړونکی سيد علي شاه هم دا فکر کوي چې د بلوچستان مسله د پاکستان د پوځ له رضا پرته نه شي حل کېدای، خو دی وايي داسې ښکاري چې په دا ځل د پاکستان پوځي اسټيبلشمنټ او سياسي حکومتي مشران د بلوچستان د مسلې د حل لپاره سره پر يوه لاره دي.

ياده دې وي چې تېره ورځ د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري هم ويلي دي چې دوی د بلوچستان له سياسي خفه مشرانو سره د خبرو اترو لپاره کار پېل کړی خو هغه دا هم ويلي چې د پاکستان له دښمن قوتونو سره لاس لرونکي بلوڅ وسلوالو سره به خبرې نه کوي.

د سه شنبې- نهې په ورځ د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو ادارې ای ايس پي آر په خپاره کړي بیان کې ویلي، د پوځ مشر مېجر جنرل قمر جاويد باجوه په جي ايچ کيو کې "اووم قومي بلوچستان کانفرنس" ته د وينا پر مهال ويلي چې په بلوچستان کې امن او سوکالي د پاکستان د ترقۍ بنياد دی. د پوځ مشر ويلي چې اوس وخت رارسېدلی دی چې په لوی قيمت تر لاسه کړي امنيت څخه ګټه واخيستل شي، هغه ويلي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه د پاکستان د سوکالۍ او امن دوښمنانو ته د ماتې لپاره لوړې حوصلې لري او تيار دي.

په بيان کې ليکل شوي چې جنرل باجوه ويلي د اوسنيو خطرو د مخنيوي لپاره د قومي يووالي ضرورت دی، هغه ويلي چې پر بلوچستان د پاکستان د قامي قيادت او د پوځ پوره نظر دی.

خفه بلوڅان څه غواړي او ځینو بلوڅو ولې وسلواله لاره خپلې کړې؟ ګزين مري په ځواب کې راته وويل، "پر خپلو وسايلو اختيار، د عزت ژوند، تعليم، او ترقي نه ده ورکول شوې ځکه يې دې لارې ته مخه کړې".

په بلوچستان ايالت کې د بغاوت تاریخ له 1948م کال راهيسې پېل شوی.
د بلوچستان د تاريخ په کتابونو کې ليکل شوي چې په کال 1947 م کې د هند له تقسيمه وروسته په کال 1948م کې د پاکستان او د بلوڅو د "رياست قلات" تر منځ د تړون پر کال ځينو بلوڅو دغه تړون ونه مانه او د وسلوال پاڅون لپار غرونو ته وختل.

خو د بلوڅو پینځم وسلوال پاڅون هغه وخت زور ونيو چې د کال 2006م په اګست مياشت کې د هغه وخت د پاکستان د پوځي صدر جنرل پرويز مشرف په حکومت کې بلوڅ سياسي مشر نواب اکبر بګټی په پوځي عملياتو کې ووژل شو.

په کال 2009 م کې د پيپلز ګوند مرکزي حکومت جوړ کړ او د هغه وخت حکومت د بلوچستان له خلکو څخه د تېرو حکومتونو پر کړنو بخښنه وغوښته او له دې سره سم يې د "اغاز حقوق بلوچستان پيکج" په نامه اقتصادي پلان اعلان کړ، چې د د ځوانانو لپاره په زرګونو سرکاري نوکرۍ او د اربونو روپيو مرستو سره سره د ځينو وسلوالو، سياسي فعالانو او ځينو جلاوطنه بلوڅ مشرانو په خلاف درج کړل شوې مقدمي هم بيرته واخيستل شوې، خو بيا هم جلاوطن بلوڅ مشران بلوچستان ته راستانه نه شول.

له دې وروسته په کال 2015م کې د مسلم ليګ ن ګوند مرکزي حکومت د هغه وخت د بلوچستان د وزیراعلی عبدالمالک بلوڅ په غوښتنه د "پرامن بلوچستان" په نامه د جوړ جاړي پلان جوړ.

هغه وخت حکومت د هغو بلوڅ وسلوالو لپاره- چې تسليمږي- له عامې معافۍ سره سره له پینځو تر پنځلسو لکو پاکستاني روپيو مرسته، د هغوی د ماشومانو د زدکړو ذمه واري او د روزګار ورکولو اعلان هم کړی وو.

د حکومت دعوه ده چې له بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو لکه بلوڅ لبرېشن آرمي، بلوڅ ریپبلیکن آرمي او بلوڅ لبریشن فرنټ سره تعلق لرونکو زياتره وسلوالو په کوټه، سیوۍ، خضدار، پنجګور، ډېره بګټي، کوهلو، کېچ، آواران، ګوادر او په یو شمېر نورو ښارونو کې تسلیم هم شول، خو د دغو وسلوالو ډلو مشرانو هغه وخت دا هسې د حکومت پروپیګنډه بللې وه.

په همدې وخت کې وزيراعلی ډاکټر عبدلمالک بلوڅ له جلاوطنه بلوڅ مشرانو خان آف قلات سلیمان داود ، د نواب اکبر بګټي له لمسي برهمداغ بګټي او د نواب خیر بخش مري له زوی حېربیار مري سره په یورپ کې لیدلي وو.

ډاکټر مالک بلوڅ هغه وخت رسنيو ته ويلي وو چې دغو مشرانو ورسره د ډېرو خبرو منلو ژمنه کړې او په ځينو شرطونو خبرو اترو ته تيار شوي دي خو د ډاکټر مالک بلوڅ په خبره چې د دوی حکومت له ختميدو وروسته بيا دا ورته معلومه نه شوه چې دا خبرې اترې ولې او د څه له وجې پر مخ نه ولاړې.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG