واشنګټن ـــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رائټس واچ په یو بیان کې ویلي دي چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د کاروایانو په نتیجه کې خلک په کورونو پرېښودو محبوره کړی شوي او د حکومت سره د همکارۍ په سر د عامو خلکو کورونه سوځول شوي هم دي.
په بیان کې ویل شوي دي چې افغان طالبانو د روان کال 2021 مې د میاشتې نه د ولسوالیو مرکزونه نیول پېل کړي او د کندوز په شمول یې د شمالي افغانستان نزدې 150 ولسوالیو نیولو دعوه کړې ده خو د افغان حکومت اهمه ذمه دارانو په تېرو څو ورځو کې د طالبانو ددې دعوو تردید کړی چې ګنې په لویه شمېره کې یې اهم ځایونه نیولي دي.
د بشري حقونو ډله وايي چې د کندوز باغ شرکت اوسېدونکو ورته ویلي دي چې طالبانو د جون د 21 او 25 تر منځ موده کې ورته د کورونو پرېښودلو ویلي وو او د حکومت د مرستې په سر یې ورته ګواښونه هم کړي وو.
بیان کې ویل شوي طالبانو د ځايي خلکو کورونه لوټلي او بیا سوځولي هم دي.
طالبان بیا دعوه کوي چې عامو خلکو ته یې د حفاظت په خاطر د خپلو سیمو پرېښودلو ویلي وو خو دا نه مني چې د خلکو کورونه یې لوټلي او سوځولي دي، خو د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو تل د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ په تور د عامو خلکو سره بد چلند کړی دی.
د دغه سازمان د اېشیا د څانګې مشرې پټریشیا ګاسمن وویل چې د طالبانو مشران وس لري چې خپل وسلوال له ولس سره د بد چلند نه ودروي خو چېرې یې هم ژمنه نه ده ښودلې.
د دغه سازمان د معلوماتو په اساس د طالبانو له ګواښ وروسته شاوخوا 400 کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوې دي چې زیاتره کورنۍ د تخار مرکز تالقان او د بدخشان مرکز فیض اباد ته کډه شوې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې پر ملکیانو بریدونه، د هغوی د سامانونو غلا کول او د کورونو سوځول د نړیوالو بشري قوانینو خلاف دي او په خلکو باندې په قصد بریدونه جنګي جرم دی.
دغه سازمان ویلي چې له خلکو سره د طالبانو د بد چلند په اړه معلومات یې د باغ شرکت له اوسېدونکو سره د ټیلیفوني اړیکو له لارې راټول کړي دي.
د کندوز یوې 45 کلنې ښځې د بشري حقونو ډلې ته ویلي چې طالبان یې کورته ورغلل او وايي دې ورته وویل چې دا خو کونډه ده نو څه غواړئ. د سازمان د بیان ترمخه طالبانو دغې ښځې ته وویل تاسو د کافرو ملګرتیا کړې کور دې پرېږده. هغه وايي د شلو کالو نه په دغه کور کې اوسي خو اوس فېض اباد ته په کډه مجبوره کړی شوې ده.
یوې بلې 24 کلنې ښځې د بشري حقونو ډلې ته ویلي چې طالبان سره د ټوپکو د دوی کور ته ورغلل او ورته یې وویل تا د حکومت مرسته کړې. هغه وايي د حکومت مرسته یې کړې خو اوس حکومت داسې پرېښوده او طالبانو یې کورونه وسوځول. "مونږه د دواړو خواو نه وېرېږو، غریبان خلک یو چرته لاړ شو".
د طالبانو ډلې تر اوسه د بشري حقونو د څار سازمان په بیان غبرګون نه دی ښودلی.