لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې او پاکستان خارجه وزیران د افغانستان د سولې په پروسه غږېدلي


Qureshi Blinken
Qureshi Blinken

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي د پاکستان د بهرنيو چاو وزير شاه محمود قرېشي سره يې په دوه اړخيزه اړيکو، د افغانستان د سولې په پروسه کې د مرستې، کرونا وبا او نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي دي.

بلينکن دغه خبره په نهمه جولايۍ په ټويټر کړې ده.

هغه ويلي " ما او د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په ټيليفوني خبرو کې د دوه اړخيزه اړيکو پياوړي کولو په سر خبرې وکړې. زه په مخکې ګورم چې پاکستان د افغانستان سولې په عمل کې مرسته جاري وساتي، د کرونا وبا د مخنیوي، سيمې د ثبات او نور مهم موضوعاتو باندې خبرې وشوې".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ویلي په ټيليفوني خبرو کې د دوه اړخيزه اړيکو او اقتصاد سېوا کولو په سر خبرې شوي دي.

ويل شوي شاه محمود قرېشي د افغانستان په اړه وويل، د افغانستان په پرامنه حل پاکستان او امریکا همغږي دي.

قرېشي د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان لخوا د ملاتړ د پورته کړی شوو ګامونه يادګېرنه کړې او ويلي يې دي په افغانستان کې سوله په افغانستان کې دننه، سيمه ييزه او نړيوالو ټولو فريقېنو شريکه زمه واري ده.

هغه ويلي پکار ده چې ټول د افغانستان د وسلې په لړ کې خپل رول ولوبوي او پاکستان په افغانستان کې د سولې ملګری دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر ويلي، دواړو وزیرانو د دې خبرې په ضرورت زور راوړی چې دواړه لوري به د سولې په خبرو کې د ګټورو نتيجو دپاره نزدې اړيکې ساتي.

دوه ورځې وړاندې د امريکې د بهرنيو چارو چارو وزارت ويلي پاکستان په ډيرو موقعو د امريکا سره همکاري کړې او د افغانستان په ګڼو ماملاتو کې يې هم د امريکا ملګرتيا کړې ده د خارجه چارو وزارت ويلي امريکا اوس هم د پاکستان نه د رغنده کردار تمه لري.

د امريکې او پاکستان ترمنځ دا تازه خبرې به په داسې حال کې شوي چې امریکا ويلي د افغانستان نه يې ځواکونه 90 فيصده وتلي دي.

د اپرېل په مياشت کې د صدر جوبايډن د افغانستان نه د وتلو د اعلان وروسته په افغانستان کې طالبانو بريدونو سېوا کړي دي.

افغانستان او امريکا تل په پاکستان ټینګار کړی چې طالبان خبرو ته کښېنوي او پاکستان تل دغه دعوه کړې چې طالبان يې د امریکا سره خبرو ته کښېنولي دي.

خو په وروستيو کې پاکستان دريځ خپل کړی چې په افغان طالبانو يې اوس هغه ډول اثر نه دی پاتې.

او د روانې مياشتې جولايۍ په لمړۍ نېټه د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د پارليمان د ملي امنيت کمېټۍ غونډې ته د افغانستان په اړه احوال تيرولو کې ویلي وو پاکستان په طالبانو خپل اثر د لاسه ورکوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG