لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني طالبانو ته: که په وطن ميین یئ ژمنه وکړئ چې د ډیورنډ کرښه مو نه ده منلې


د افغانستان ولسمشر اشرف غني په طالبانو غږ کړی که په افغانستان ميين وي د ډېورنډ د کرښې نه منلو ژمنه دې وکړي، نوموړی وايي د جنګ ملامتي به د طالبانو په غاړه وي.

اشرف غني نن د خالي/ شنبې په ورځ (10 جولايۍ) په خوست کې د هوايي اډې د پرانستې دستورې ته په وينا کې وویل، امریکايان مو په عزت د دې خاورې نه وویستل اووه کاله مخکې مې دا خبره کړې وه.

هغه وويل "تاسو راشئ يو څو پوښتنې وکړئ د طالبانو نه، لمړۍ، چا دپاره جنګېږئ؟ افغانستان دپاره جنګېږئ يا غواړئ چې افغانستان د نورو په لاس کې راشي، که په افغانستان باندې ميين يئ ما سره ژمنه وکړئ چې د ډېورنډ کرښه مو نه ده منلې".

افغانستان تل د ډېورنډ پوله د نړیوالې پولې په توګه د منلو څخه انکار کړی او پاکستان د ډېورنډ کرښې ته د نړیوال سرحد نوم ورکوي او په دې د دواړو هېوادونو اړيکې هم تاوژنې پاتې شوي دي.

افغان ولسمشر وويل "ما سره ژمنه وکړئ چې افغانستان د څلور لارې نه بيا په يو لاري نه بدلوئ، ما سره ژمنه وکړئ چې افغانستان اوبه به په خلکو باندې نه خرڅوئ، ما سره ژمنه وکړئ چې د نورو نوکري نه منو".

اشرف غني د چا د نوم اخستو پرته وويل "څوک شک لري چې د کوم ځای نه دوی راځي، څوک شبه لري چې ځايونه يې چيري دي مونږ خو د ټولو سره سوله غواړو".

هغه زياته کړه هره ورځ په سوونو افغانان وژل کيږي ګټه يې چاته رسي؟، هغه وويل په ارغنداب کې يې درې پلونه چې 50 ملينه ډالره خواوشا پرې لګېدلي وو دوی والوځول، په کورونو کې يې بمونه واچول.

"د امریکايي موافقه مني خو شريعت نه مني امریکايان لاړل موافقه د چا منئ، او که جنګ ته راغلئ ملامتي د جنګ به د دوی په غاړه وي".

په ملک کې د روانو جګړو په اړه هغه وويل "جنګ په مېدان د جنګ کې نه دی بايلل شوی د اوازو، د ډنډو د خبرو په مېدان کې دی يو چاته او بل چاته ټيليفون کوي چې دا مو کړي دي دا مو کړي دي".

اشرف غني دغه خبرې په داسې حال کې وکړې چې امریکا ویلي د افغانستان نه يې د ځواکونو وتلو 90 فيصده بشپړ شوی دی. د امریکا صدر جوبايډن د اپرېل په مياشت کې اعلان کړی چې د 11 ستمبر پورې به ټول ځواکونه د افغانستان نه اوباسي.

د امريکې د اعلان وروسته طالبانو بريدونه سېوا کړي او پرون په روس کې د طالبانو يو استازي دعوه کړې چې د افغانستان 85 فيصده برخه يې نيولې ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارين دغه دعوه په کلکه رد کړې او ویلي يې دي که د طالبانو دعوه رښتيا وي نو بيا ولې د طالبانو مشران، د دوی کورنۍ او اولادونه په بهر ملکونو کې دي.

اشرف غني وویل "د نظام په منځ کې هغه خلک چې له داخل نه تخريب کوي، پس له دې نه به څوک صبر ورته نه کوي تعمل به نه لري پوهه دې شي چې هر څوک چې دي چې که ونه درېدل سبا به يې مخونه تور وي".

نوموړي وويل "د سولې دپاره مو هغه څه کړي دي چې د افغانستان په دې 40 کاله تاريخ کې چا نه دي کړي لومړی اوربند مونږ په افغانستان کې ټينګ کړو ".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG