لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند دکندهار نه خپل سفارتي مامورین بېرته بللي دي


دافغانستان دکندهار ولایت اطرافو ته دطالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ د روانو سختو نښتو له امله هند قندهار کې دخپلې کونسلګرۍ څخه خپل هندي مامورین بیرته خپل هیواد ته بللي دي.

دخبري شبکې رائټرز په حواله د وي او ای اردو په ویب پاڼه دخپور شوي رپورټ له مخې هندي چارواکو پخلی کړی چې دکونسلګرۍ څخه یې خپل ټول مامورین په لنډمهاله ډول هند ته بللي دي.

افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو دلړۍ پیل کیدو سره سم ددغه هیواد بیا بیلو سیمو کې دافغان ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ په پراخه کچه نښتې پیل شوي چې دواړه خواوې پکې یو بل ته د زیانونو رسولو دعوې کوي.

طالبان وایي دوئ دافغانستان په ۸۵ برخه خپل کنټرول ټينګ کړی خو افغان دولت دا دعوې دحقیقت څخه لرې ګڼي اؤ وایي کومې ولسوالۍ چې دطالبانو لاس ته پریوتې وې افغان ځواکونه اوس هغه هم ورو په ورو دطالبانو نه بېرته ازادوي.

دیکشنبې په ورځ د هند دکورنیو چارو د وزارت ویاند ارندم باګچي پخپل یو بیان کې ویلي چې دکندهار اطرافو ته دسختې نښتې له امله هند خپل سفارتي ماموریت په لنډمهاله توګه بېرته خپل هیواد ته رابللي دي.

هغه ویلي مونږ په وضعیت نظر لرو اؤ فعلاً به دکونسلګرۍ چارې افغان مامورین پرمخکې وړي.

ویاند افغانستان کې داړي ګړي په ختمولو ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي په دغه هیواد کې دبې ثباتۍ اغېزې نیغ په نیغه دټولې منطقې په امنیت کیږي.

دهندي خبري شبکې این ډي ټي‌ وي د راپور له مخې په کندهار کې دهند دکونسلګرۍ څخه شاوخوا ۵۰ سفارتي مامورین دهند دهوایي ځواکونو دلارې بېرته خپل هیواد ته بلل شوي دي.

هندي چارواکو د سه شنبې په ورځ ویلي وؤ چې کابل کې به دهند سفارتخانه دنور کله په څېر فعاله وي خو هند بیا هم افغانستان کې په موجودو خپلو وګړو د روان وضعیت په تناظر کې دبیداره اؤ خوندي اوسیدلو غږ کړی ؤ.

تر دې وړاندې هند د کرونا وبا له امله په جلال اباد اؤ هرات کې خپلې کونسلګرۍ تړلې وې خو په کندهار اؤ مزار شریف کې یې کونسلګرۍ فعاله ساتلې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG