لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسټريليا خپل ټول سرتيري د افغانستان نه وويسته


په افغانستان کې د امریکا په اتحاد کې شامل هېواد اسټريلیا ويلي په وروستیو کې د افغانستان نه خپل سرتيري ويستي دي.

دغه خبره د اسټريليا د دفاع وزير د اتوار/يکشنبې په ورځ (11 جولايۍ) کړې ده.

اسټريليا هم د اپرېل په میاشت کې ويلي وو د ستمبر پورې به خپل ټول سرتيري د افغانستان نه اوباسي.

د اپرېل په مياشت کې امریکا اعلان کړی وو چې د 11 ستمبر پورې به ټول ځواکونه د افغانستان نه اوباسي او له دغې وروسته د امريکا سره د نېټو اتحاد هم دغه ډول اعلان کړی وو.

د اسټريليا د دفاع وزیر پيټر ډوټن سکايي نيوز سره په خبرو کې ويلي په افغانستان کې يې 80 پاتې سرتيري چې د ملاتړ دپاره موجود وو په وروستيو اوونیو کې راويستي دي.

خو نوموړي ويلي، "د دې دا مطلب نه دی چې مونږ به په کمپاين کې د امریکا ملګري نه يو، چرته چې مونږ ګورو چې زمونږ او د اتحاديانو ګټه وي هلته به ملګري يو، خو دا وخت کمپاين سرته ورسېد".

اسټريليا په تير20 کاله موده کې د نېټو په اتحاد کې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پرضد 39 زره سرتيري په ځای کړي، راپورونه وايي په اربونو ډالره تاوان ورته اوښتی او 41 سرتيري يې هم وژل شوي دي.

په وروستيو کې امریکا هم ويلي چې د افغانستان نه يې 90فيصده ځواکونه ويستل بشپړ کړي دي.

د امریکې د افغانستان څخه د ستمبر پورې د وتلو د اعلان وروسته د مې په مياشت کې طالبانو په افغانستان کې بريدونه سېوا کړي دي.

په نهمه جولايۍ د روس په سفر د طالبانو د درې کسيزه ډلې يو غړي ويلي وو د افغانستان 85 فيصده برخه يې نيولې ده.

خو په ځواب کې ورته د افغانستان د دفاع وزارت وياند ویلي وو که 85فيصده افغانستان يې نيولی خپل طالب مشرانو او کورنۍ يې بيا ولې په بهرنو ملکونو کې دي.

او د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په لسمه جولايۍ د پاکستان د اې ار وايي چېنل سره په خبرو کې د طالبانو دغه دعوې ته مبالغه ويلي وو.

XS
SM
MD
LG