لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په اړه د پاکستاني وزيرانو څرګندونې به د اسلام اباد دريځ کمزوری کړي، څيړونکي


د پاکستان د اطلاعات مرکزي وزير فواد چودري وايي پاکستان غواړي په افغانستان کې ماملات د پرامنه او د اولس متفقه رايې باندې جوړ حکومت د لارى مخ په وړاندى بوتلى شي.

څيړونکي وايي د افغانستان په اړه د پاکستاني وزيرانو څرګندونې به د اسلام اباد دريځ کمزوری کړي.

فواد چودري په ټويټر ویلي، پاکستان به خپله خاوره د افغانستان په ضد کاريدو ته نه پريږدي او تمه لري د افغانستان خاوره به هم د پاکستان په ضد نه کارولى کيږي.

د پاکستان يو شخصي جيو چينل سره خبرو کى د افغان طالبان وياند سهېل شاهين ويلي که دوی واک ته رسي د افغانستان خاوره به د بل چا په ضد کارولو اجازت نه ورکوي.

سهېل شاهين ويلي تحريک طالبان افغانستان د سولۍ پروسه کى د پاکستان کردار مني او ستاينه کوي خو سهېل شاهين په ډاګه کړې دوی به د پاکستان يا بل کوم هيواد حکم نه من.

له دې وړاندې د پاکستان پوځي مشرتابه د پارليمان قامي سلامتيا کميټۍ ته ويلي وو پاکستان په افغان طالبان کنټرول نه لري.

د پختون ملت پاله عوامي نپشنل ګوند وياند زاهد خان وايي د پاکستان پوځ او افغان طالبان که د خپل مينځي اړيکو په هکله هر څه وايي د منلو وړ نه دي او د زاهد خان په خبره په دې څوک هم باور نه لري.

وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه وويل نړۍ د دې خبرې منلو ته تياره نه ده ځکه چى د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد مني پاکستان کى د افغان طالبان د کورنيو غړي مېشت دي نو د زاهد خان په خبره څنګه پاکستان په طالبان کنټرول نه لري.

د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له خوا طالبانو ته هوښياره ويلو وروسته د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد دوی مهذب بللي دي او د شېخ رشيد په خبره د افغان طالبانو اوسنی مشرتابه د جګړى په ځاى خبرو اترو ته لومړيتوب ورکړي.

د عوامي نيشنل ګوند وياند زاهد خان وايي که داسې ده نو طالبان د تشدد او حملو په ځاى خبرو اترو ته ولې نه کښېني.

د چودري دې بيان ته چې د افغانستان د کورنۍ جګړې اثرات به په پاکستان نه پريوځي زاهد خان وايي د دې اثرات به د پنجاب صوبې اوسيدونکی فواد چودري باندې بلکې د پولې دواړو خواوو ته اوسېدونکو پښتنو باندي وي.

هغه زياته کړه د دير باجوړ او د افغانستان سره لګېدلو پولو باندې د کېمپونو د جوړښت د پښتنو د راتلونکو بدو ورځو نخښې دي.

څيړونکی د افغانستان په شخړه د پاکستان د حکومتي وزيرانو بيانونه بې ځايه بولي او وايي دې سره د افغانستان په اړه د پاکستان دريځ نور هم کمزورى کېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG