لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستاني میډیا دطالب ویاندویانو دمرکو لړۍ،څېړونکي ورته په څه نظر ګوري


په پاکستان کې حکومت مخالفه سیاستمداران اؤ څېړونکي دپاکستان په میډیا د طالب ویاندویان دمرکو په پیل شوې لړۍ اندېښنه ښایي وایي پاکستان غواړي له دې لارې دطالبانو نکته نظر خلکو ته ورسوي اؤ هغوئ(طالبان) په خلکو کې محبوبیت پیدا کړي.

څېړونکي پوښتنه راولاړوي چې هرکله دپاکستاني میډیا دروازې دامن دپاره په پلوۍ اؤ دترهګرۍ په ضد دغږ پورته کوونکو قوتونو دپاره تړل شوي دي نو بیا طالبانو ته څنګه دپاکستان دمیډیا خدمات مخې ته اېښودل شوي دي؟

خو دپاکستان حکومت بیا دریځ لري چې افغانستان کې یوازې دامن دهڅو برخه وال دی اؤ په شخړه کې به برخه وال نه جوړیږي.

دپاکستان حکومت پرله پسې دا دعوې هم کوي چې دهیواد میډیا ازاده ده اؤ دحکومت له لوري پرې هیڅ فشارونه نشته ، خو صحافتي تنظیمونه بیا دحکومت دا دعوې بې ځایه بولي.

په دې وروستیو کې چې افغانستان کې دطالبانو لخوا دبریدونو لړۍ چټک شوې دطالبانو ویاندویان ډاکټرنعیم،سهیل شاهین اؤ ذبیح الله مجاهد دپاکستاني ټي وي اؤ سوشل میډیا چینلونو سره مرکې کوي اؤ له دغې لارې خپل دریځ اؤ راتلونکې تګلاره په ډاګه کوي.

طالب ویاندویان زیاتره پخپلو دغو مرکو کې پاکستان سره دښو اړېکو ژمنې تکراروي اؤ وایي افغانستان کې دهغوئ دپرمختګونو نه هیچاته ویره نه ده پکار.

دپاکستان پیپلزګوند وتلي مشر اؤ پخواني سینیټر فرحت الله بابر ویلي دا مهال دپاکستان په میډیا دطالب ویاندویانو دمرکو خپرولو مقصد له دې پرته څه کیدای شي چې دجګړې په روان پړاؤ کې دطالبانو دریځ په خلکو کې محبوبیت پیدا کړي.

په ټویټر خپل یو ټویټ کې هغه پوښتنه کړې چې” ایا دا دیو سوچ په اساس د ریاستي تګلارې اعلان نه دی اؤ د ریاستي ادارو له اجازې پرته داسې ممکن ده؟”

په پاکستان پرله پسې دافغانستان او بیلابیلو هیوادونو لخوا دطالبانو دملاتړ تورونه لګي خو پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ په دې وروستیو کې دپاکستان پوځي مشرتابه دتړلو دروازو تر شا دهیواد سیاسي قیادت ته ویلي وؤ چې اوس پاکستان افغانستان دپاره خپله تګلاره بدله کړې اؤ هلته یوازې دهغه حکومت ملاتړ کوي چې دافغانستان خلک یې پخپله خوښ کړي.

خو دپوځي قیادت سره په دغه غونډه کې برخه لرونکي دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی ښاغلی محسن واوړ وایي چې پوځ اؤ حکومت دپاکستان تګلاره کې دبدلون دعوې کوي خو په زمکه هیڅ بدلون په نظر نه راځي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې محسن داوړ ویلي دپاکستان میډيا ددې دپاره دطالبانو غږ رسولو ته ور وړاندې کړل شوې ترڅو هغوئ دپاره اوس یو ولسي ملاتړ هم ولټول شي چې دا یوه ډيره ناوړه هڅه ده.

هغه وایي پاکستان چې افغانستان کې په تیرو وختونو کې څه کړي نن هم دپاکستان حکومت اؤ جرنیلان مني چې پاکستان ته داسې نه وؤ کول پکار ، خو اوس چې پاکستان په افغانستان کې کوم بربنډ مداخلت ته لاس اچولی راتلونکي کې به بیا دپاکستان جرنیلان په دې هم ژړا کوي .

هغه وویل خلک دتاریخ نه زده کړه کوي خو افسوس چې دلته داسې نه کیږي اؤ‌ په تیروتنو پسې تیروتنې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه دلته چې کوم خلک دامن خبره کوي، دجمهوریت خبره کوي، دترهګرۍ په ضد شعار پورته کوي، د وګړو د حقونو خبره کوي په هغوئ دمیډیا دروازې تړل کیږي خو کوم خلک چې ترهګرۍ کې نیغ په نیغه ککړ دي ،هغوئ ته پروټوکول ورکول کیږ،دولتي مشران یې په حق کې ټویټونه کوي چې دا دپاکستان ډيره دشرم تګلاره ده.

محسن داوړ وویل “ځینې صحافیان بیا دا وایي چې دطالبانو دمشرانو مرکې خو په سي این این، بي بي سي،وي او ای اؤ نورو نړیوالو شبکو هم خپریږي نو که دپاکستان په میډیا خپرې شوې څه چل وشو، خو زه هغوئ ته وایم چې په دغو شبکو خو که بیا دطالب مرکه خوریږي نو دامرالله صالح مرکه پرې هم خوریږي،محسن داوړ نه پرې هم نظراخستل کیږي ،دلته خو څوک دافغان دولت اؤ امن غوښتونکو قوتونو ته موقعه نه ورکوي چې هغوئ هم خپل نظر وړاندې کړي”

وي او ای ډیوه په دې هکله دپاکستان دحکومت دنظر اخستو دپاره داطلاعاتو د مرکزي وزیر فواد چوهدري سره دټیلیفون دلارې دنیولو هڅه وکړه خو په دې هڅه کې بریالۍ نه شوه.

خو یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي چې پاکستان افغانستان کې امن غواړي اؤ دغه کردار یې ټولې نړۍ ستایلی اؤ منلی دی.

هغه ویلي وزیراعظم عمران خان په ډاګه ویلي چې پاکستان به یوازې دافغانستان دامن هڅو کې برخه لري اؤ دهیڅ یوې شخړې برخه وال به نه جوړیږي.

په دې وروستیو کې په حکومت نیوکې سیوا شوي چې په میډیا یې قدغنونه ایښي اؤ دپاکستان دننه صحافتي تنظیمونو وخت په وخت ددې بندیزونو په ضد احتجاجونه هم کړي دي خو حکومت بیا دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي میډیا پخپلو خپرونو کې بیخي ازاده ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG