لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان په مسله ځانګړی کانفرنس راجوړوي


پاکستان وايي د افغانستان په مسله ځانګړی کانفرنس راجوړوي چې پکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو مهمو افغان مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړ ی شوې ده.

پاکستان دغه کانفرنس په داسې وخت کې راجوړوي چې د افغانستان نه امریکايي او نړيوال ځواکونه وځي او امریکا ویلي د 90فيصده نه زيات د ځواکونو ويستو عمل يې بشپړ شوی دی.

د اپرېل په مياشت کې چې د امریکا صدر جوبايډن د روان کال 11 ستمبر پورې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ويستلو اعلان کړی وو د مې په مياشت کې په افغانستان کې طالبانو بریدونه سېوا کړي دي.

د افغانستان په مسله په سيمه ييزه او نړيواله کچه تاوده بحثونه روان دي، په خپله امريکايي پوځي او سياسي مشرانو ويلي د افغانستان څخه په تادۍ وتل به ښې نتيجې ونه لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير چودري فواد حسېن په ټویټر د افغانستان په مسله د کانفرنس رابللو ويلي دي.

تيره شپه په ټويټ کې نوموړي چودري ويلي،

"د افغانستان د ثبتات او امنيت دپاره د پاکستان هڅې روانې دي وزیراعظم عمران خان د اوس نه لږه شېبه وړاندې د افغانستان د پخواني صدر حامد کرزي سره په ټيليفون خبرې وکړې، پاکستان د افغانستان په مسله د يو ځانګړي کانفرس کوربه توب کوي، د دې کانفرنس تفصيلات به ډېر زر مخې ته راشي".

هغه په بل ټويټ کې ويلي،

"په تجويز شوي کانفرنس کې د حامد کرزي په ګډون مهمو افغان مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړی شوې ده، مونږ تمه لرو چې د دې مهم پرمختګ په نتيجه کې به د افغانستان د مسلې د حل نوی امېد راپېدا شي".

د افغانستان د پخواني صدر حامد کرزي سره عمران خان خبرې په داسې وخت کې کړي چې په 13 جولايۍ ښاغلي کرزي په افغانستان کې د پاکستان د سفير منصور احمد خان سره ليدلي وو.

د کرزي په فېس بک پاڼه د دغه ليدنې په اړه ویل شوي وو، "په دغه کتنه کې سربېره پر دې چې ‌د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او متمدنه اړیکو پر ایجاد خبرې وشوې، په سیمه کې د اقتصادي ارتباطاتو د پراختیا او ودې پر لارو چارو هم تبادل د نظر وشوپه دغه کتنه کې سربېره پر دې چې ‌د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او متمدنه اړیکو پر ایجاد خبرې وشوې، په سیمه کې د اقتصادي ارتباطاتو د پراختیا او ودې پر لارو چارو هم تبادل د نظر وشو".

پاکستان د افغانستان د مسلې په اړه مهمه غونډه په داسې وخت کې رابلي چې په 12 جولايۍ فواد چودري په ټويټر ویلي وو،

"په افغانستان کې په بدلېدونکو حالاتو ژور نظر لري او پوره هڅه يې ده چې په کابل کې په پرامنه توګه او د ټولو په رای د جوړ نظام د حکومت سره مخ په وړاندې لاړ شي خو که داسې ونه شو نو هم به یې اثرات پاکستان ته نه پرېږدي ، زمونږ افغان پاليسي د پاکستان په ګټه ده".

هغه ويلي پاکستان به د افغانستان په سوله کې حصه دار وي خو په جنګ کې نه، د پاکستان خاوره د افغانستان پرضد نه کاريږي او تمه ده د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد استعمال نه شي، سياسی پارلمیاني مشرتابه د مداخلت نه کولو په اصولو اتفاق لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG