لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا پېښې نورې سېوا شوي، په سيند کې سکولونه بيا بند


پاکستان کې د کرونا څخه د خلکو مړه کېدو او په کرونا اخته کېدو لړۍ بيا سېوا شوې ده، په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 22زره 689 ته رسېدلې ده.

بل لور ته د سيند صوبايي حکومت سبا د جمعې د ورځې (16جولايۍ) څخه د اتم ټولګي پورې بيا د سکولونو د بندولو پرېکړه کړې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روز کې په ملک کې په کرونا اخته 47 کسان مړه شوي دي.

له دې وړاندې په 14 جون 49 کسان مړه شوي وو په دې مينځ کې په دومره ډېره شمېره کې د کرونا څخه څوک نه وو مړه شوي.

بل لور ته په تير شوا روز کې نور 2545 کسان په کرونا اخته شوي دي.

ويل شوي په تير شوا روز کې د کرونا مالومولو دپاره 48زره 910 معاينې يا ټېسټونه شوي چې پکې د مثبت پېښو کچه 5.2 ريکارډ شوې ده، له دې وړاندې د مې په مياشت کې دغه شرح پينځه فيصده وه.

د پاکستان د کرونا مخنيوي د پاره د قامي کميټۍ (اېن سي او سي) مشر اسد عمر ويلي په روغتونونو کې د کرونا ناورغان سېوا شوي دي او د هند قسم کرونا وايرس په سیمه کې تباهي خوروي.

هغه په خلکو غږ کړی چې احتیاط وکړي او زر تر زره ويکسين ولګوي، ځان او نور په خطره کې وانه چوي.

د پاکستان د سيند صوبې حکومت پرون څو پرېکړې کړي چې پکې ويل شوي په بندو ځايونو کې به خوراکونه بند وي.

د لمړي ټولګي نه تر اتم پورې سکولونه به د جمعې نه بند شي، او د نهم د دې نه بره کلاسونه به هم د امتحانونو نه علاوه بند وي.

ويل شوي د ساعت تيري ځايونه او د سمندر غاړه به هم د جمعې څخه بند شي.

اسد عمر په نهمه جولايۍ ويلي وو، چې د وبا څلورمه څپه امکان لري او ښکاره نخښې يې ښکاري چې دا څپه پېليږي، چې وجه يي په اختياطي تدابيرو عمل نه کول او د وايروسو په نوي شکل کې خورېدل او په خصوصي توګه د انډيا ډېلټا وايرس يي بنيادي علتونه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG